ایران ثابته کړی ده چی د عراق د سختو ورځو ملګری دی
ښاغلی رییسي د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنه کې د امام حسین ع له زایرینو د عراق د ملت او دولت له کریمانه کوربتوب او د حسیني اربعین د دستورو د پرتمین ترسره کولو د قدرونې په ترڅ کې د عراق د دولت د وزارتونو، پوله ساتو ځواکونو او حشد الشعبی ملګرتیا او همداراز د عراق ولس او موکب لرونکیو همت د دغو دستورو په پرتمین ډول ترسره کولو کې مهم او اغیزمن وباله .
د ایران پریس له راپور سره سم د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي وویل ایران له داعش سره په مبارزه کې له عراقه د دفاع لپاره له هیڅ مرستې ډډه ونکړه او اثابته کړی یې ده چی د عراق د سختو ورځو ملګری دی .
ښاغلی رییسي د عراق له خارجه وزیر فواد حسین سره په کتنه کې د امام حسین ع له زایرینو د عراق د ملت او دولت له کریمانه کوربتوب او د حسیني اربعین د دستورو د پرتمین ترسره کولو د قدرونې په ترڅ کې د عراق د دولت د وزارتونو، پوله ساتو ځواکونو او حشد الشعبی ملګرتیا او همداراز د عراق ولس او موکب لرونکیو همت د دغو دستورو په پرتمین ډول ترسره کولو کې مهم او اغیزمن وباله .
فواد حسین هم په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو د لوړ رتبه چارواکو او ډیپلوماټیکو پلاویو دوامداره کتنې د ایران او عراق د مخ په ودې او پیاوړیو اړیکو ښودونکی وبلل او امنیتي حوزې په شمول د دواړو هیوادونو د موافقو له اجرا د راپور په وړاندی کولو سره په دغو موافقو د عراق په بشپړه پایبندۍ ټینګار وکړ او ویې ویل د عراق دولت په هیڅ وجه هیڅ ډلې او بهیر ته اجازه نه ورکوی چی د دغه هیواد له خاورې د اسلامي ایران په شمول د ګاونډیانو خاوره وګواښی یا د عراق په خاوره کی ځای پر ځای شی .