د امریکا د نړیوالې سلطې پړاو ختم شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178228-د_امریکا_د_نړیوالې_سلطې_پړاو_ختم_شوی_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د سیاسي علومو کارپيژاند او تاریخ لیکونکي «فیلیپس پیسون اوبراین» په اټلانټیک مجلې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل په نړیوال ډګر باندې د امریکا د سلطې پړاو پاې ته رسیدلی دی.
(last modified 2026-09-17T00:44:50+00:00 )
Sep 17, 2026 05:12 Asia/Kabul
  • د امریکا د نړیوالې سلطې پړاو ختم شوی دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د سیاسي علومو کارپيژاند او تاریخ لیکونکي «فیلیپس پیسون اوبراین» په اټلانټیک مجلې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل په نړیوال ډګر باندې د امریکا د سلطې پړاو پاې ته رسیدلی دی.

د سکاټ لینډ په سنټ ایندروز پوهنتون کښې د سټراټيژیکو مطالعاتو استاد فیلیپس پیسون په دغه مقالې کښې چې پرون په اټلانټیک مجلې کښې خپره شوه ولیکل د امریکا پړاو چې له دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته پیل شوی و په مجبورۍ سره پاې ته رسیږي.

هغه زیاته کړه هغه څه چې د حیرانتیا وړ دی د دغه شیبې د رارسیدا ناڅاپي توب او سرعت دی.

د سکاټ لینډ د پوهنتون دغه استاد وویل د امریکا پوځي قدرت، د لاجیسټیکي سیسټمونو او د اډو نړیوال چینل او دغه راز په ټوله دنیا کښې د امریکا پوځي او ډیپلوماټیکې ملګرتیاوې ایران ته د ماتې ورکولو لپاره کافې نه وې.

هغه ټینګار وکړ د امریکا د وسونو له مینځه تل یوازې د ولسمشر ټرامپ د کړچار په وجه نه دي.

خو سره له دې هغه استدلال وکړ له ایران سره جنګ وښودله د نړیوال قدرت خوځندوالي په پراخه سویه بدل شوي دي او د امریکا قدرت تر کومه حده کم شوی دی.

د دغه تاریخ لیکونکي له نظره په ووړي موسم کښې له ایران سره له ایران د پوځي جنګ له زیاتولو د امریکا د ډډه کولو اصلي دلیل په بحرین کښې د امریکا د عملیاتي اډې تباه کیدل وو.

اوبراین جوته کړه د راپورونو پراساس د امریکا چارواکي حتی په فارس خلیج عربو هیوادونو کښې د خپلو پوځي اډو د بیا رغولو چې د ایران په حملو کښې ورته زیات تاوانونه رسیدلي دی شک لري.