-
ایران د درې ګونو جزیرو په سر بیخي جدي دی
Aug 16, 2023 10:24د ایران د وسله والو ځواکونو جګ پوړي ویاند دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران د بوموسی، تنبِ کوچک او تنب بزرګ د درې واړو ټاپوګانو په هکله له چا سره مخ مخې نه لري او دا جزیرې سل په سلو کښې د ایران دي، وویل: د سیمې هیوادونه دې د دښمنانو د نفسیاتي جنګ تر اغیزې لاندې نه راځي.
-
په افغانستان کښې باید ټولشمول حکومت رامینځته شي.
Aug 16, 2023 00:49زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت پر جوړولو او د دغه هیواد د ښاریزو د مشکلاتو په حل کولو ټینګار وکړ.
-
یواړخیز پالنه هوساینه ، سوله او امنیت نشي رامینځته کولای
Aug 16, 2023 01:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په روسیې کښې د ایران سفیر «کاظم جلالي»سولې او امنیت ته د رسیدا لپاره په نړیوال مدیریت کښې د هیوادونو په ګډه کار کولو باندې ټینګار سره وویل یواړخیز پالنه د هوساینې ، د سولې او د امنیت سبب نشي کیدلای.
-
ایران د شیراز د برید د غندلو غوښتنه وکړه
Aug 16, 2023 01:46ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي په امنیت شورا غږ وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نړیوال امنیت او د سولې د ساتلو ته د خپلې ژمنې په چوکاټ کښې د ایران په شیراز ښار کښې د شاهچراغ په سپیڅلي زیارت باندې د ترهګرۍ حملې ناوړه اقدام وغندي.
-
د ایران د حکومت ویاند: د شاه چراغ جنایت عاملین به د خپلو اعمالو سزا وویني
Aug 15, 2023 11:52د ایران د حکومت ویاند وایي، د شاهچراغ د جنایت عاملین یا مرتکبین به تر پېژندلو وروسته د خپلو اعمالو په سزا محکوم شی.
-
د شاه چراغ (ص) پر مزار د تروریستي برید په اړه د بشري حقونو د مدافعینو پر چوپتیا نیوکه
Aug 15, 2023 10:45د ایران د قضائیه قوې ویاند د شاه چراغ (ص) په زیارت باندې د ترهګریزې حملې په اړه د بشری حقوقو د مدافعانو په چوپتیا نیوکه وکړه.
-
اذربایجان: د شاهچراغ ترهګرې پېښې په اړه له ایراني بنسټونو سره همکارۍ ته چمتو یو
Aug 15, 2023 10:33د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهردین په یوه خبري غونډه کې د شاهچراغ زیارت تروریستي پېښه وغندله او د ایران او تاجکستان پر ښو اړیکو یې ټینګار وکړ.
-
نړیوال بانک: په ایران کې د خوراکي توکو انفلاسیون نیمايي ته راښکته شوی
Aug 15, 2023 10:26نړیوال بانک په نړۍ کې د خوراکي توکو د بیو لوړیدو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې په ایران کې د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه نیمایي څخه زیات ۴۲ سلنې ته را ښکته شوی دی.
-
ترکیې سفارت د شاه چراغ پېښه وغندله
Aug 15, 2023 10:18په تهران کې د ترکیې سفارت په ټولنیزو شبکو کې په ترکي او فارسي ژبو د یوه پیغام په خپرولو سره د شاه چراغ پر زیارت وسله وال برید غندلی دی.
-
د روسیې په نندارتون کې د ایران د دفاعي توان ښودنه وشوه
Aug 15, 2023 10:09د روسیې او بېلا بېلو هېوادونو دفاع وزیرانو په حضور کې د روسیې د پوځي ټیکنالورۍ په نړیوال نندارتون کې د ایران اسلامي جمهوریت د دفاعي توانمندۍ ښودنه وشوه.