ترکیې سفارت د شاه چراغ پېښه وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137164-ترکیې_سفارت_د_شاه_چراغ_پېښه_وغندله
په تهران کې د ترکیې سفارت په ټولنیزو شبکو کې په ترکي او فارسي ژبو د یوه پیغام په خپرولو سره د شاه چراغ پر زیارت وسله وال برید غندلی دی.
(last modified 2023-08-15T05:50:11+00:00 )
Aug 15, 2023 10:18 Asia/Kabul
  • ترکیې سفارت د شاه چراغ پېښه وغندله

په تهران کې د ترکیې سفارت په ټولنیزو شبکو کې په ترکي او فارسي ژبو د یوه پیغام په خپرولو سره د شاه چراغ پر زیارت وسله وال برید غندلی دی.

په تهران کې د ترکیې سفارت په ټولنیزو شبکو کې په ترکي او فارسي ژبو د یوه پیغام په خپرولو سره د شاه چراغ پر زیارت وسله وال برید غندلی دی.

د یکشنبې په ماښام (اګست ۱۳) یو تکفیری اجنټ د ایران د جنوب د فارس ولایت په مرکز شیراز کې د حضرت احمد بن موسی (ع) سپیڅلی زیارت ته ننوتل او له دروازې څخه یې په زیارت کونکو او خادمانو ډزې پیل کړې.

په دې تروريستي پيښه کې دوه تنه شهيدان او اته تنه ټپيان شول.

د دې تروريستي پيښې عامل د امنيتي پوليسو له لورې په وخت د اقداماتو په ترڅ کې ونیول شو.

په همدې اړه په تهران کې د ترکیې سفارت په ټولنیزو شبکو کې د یوه پیغام په خپرولو سره د شاه چراغ پر زیارت وسله وال برید غندلی دی.

د یادونې وړده چې تېر کال هم په شاه جراغ زیات ترهګریز برید شوی وو چې له امله یې ۱۳ تنه شهیدان او ۲۰ نور ټپيان شوي وو.