ایران د درې ګونو جزیرو په سر بیخي جدي دی
(last modified Wed, 16 Aug 2023 09:24:13 GMT )
Aug 16, 2023 13:54 Asia/Kabul
  • ایران د درې ګونو جزیرو په سر بیخي جدي دی

د ایران د وسله والو ځواکونو جګ پوړي ویاند دې ټکي ته په اشارې سره چې ایران د بوموسی، تنبِ کوچک او تنب بزرګ د درې واړو ټاپوګانو په هکله له چا سره مخ مخې نه لري او دا جزیرې سل په سلو کښې د ایران دي، وویل: د سیمې هیوادونه دې د دښمنانو د نفسیاتي جنګ تر اغیزې لاندې نه راځي.

سردار «ابوالفضل شکارچي» تسنیم خبري آژانس ته په مرکه کښې، په فارس خلیج کښې د سپاه د سمندري ځواک وروستۍ مانورې ته په اشارې سره زیاته کړه: له سیمې د بهرو ځواکونو د غیرقانوني شتون په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت خبرداری، د پوځي مشقونو په چوکاټ کښې دښمنانو ته وښودل شو.

د ایران د وسله والو ځواکونو جګ پوړي ویاند په دې خبرې سره چې د ایران نړیوال دښمنان تل هڅه کوي چې په لویدیځې آسیا کښې ناامني او بې ثباتي رامینځته کړي ترڅو په سیمه کښې خپل شتون روا وښايي، ټینګار وکړ: له سیمې بهر هیوادونه باید خپل ناروا شتون ختم کړي او له سیمې دې ووځي.

سردار شکارچي په دې خبرې سره چې د فارس خلیج د څنډې هیوادونه دې خپل امنیت د امریکې، انګلستان او فرانسې په شان لودیځو هیوادونو پورې نه تړي، زیاته کړه: اسلامي ایران په سیمه کښې په قدرت او قوت سره شتون لري.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند څرګنده کړه: د سیمې هیوادونه دې په استکباري هیوادونو او د سلطې په نام باندې د تکیې پر ځاې، په خپلو ولسونو ملا وتړي او نه دې پریږدي چې دښمنان فضاسازي وکړي او ستونزې جوړې کړي.