-
بې رېښې بنسټ به په سخت باد سره ونړېږي
Mar 15, 2023 07:45د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، د صهیونیستي رژیم پروړاندې د اعتراضونو په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ولیکل: بې رېښې بنسټ به په سخت باد سره نسکور شي.
-
د مارچ د پینځلسمې نیټې په مناسبت د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ:-
Mar 15, 2023 13:49د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د مارچ د میاشتې د پینځلسمې نیټې په مناسبت چې له اسلام څخه د هیوادونو له ویرولو سره د مقابلې ورځ ده نن په یوه ټویټر پیغام کښې ولیکل: د اسلام مبین دین او د رحمت پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د بشریت لپاره د سولې ، د دوستۍ او د ګډ ژوند پیغام راوړونکی دی.
-
د سیمه ایزو او نړیوالو مسئلو حل د لویدیځوالو په لاس کې نه دی
Mar 15, 2023 01:31د ایران او عربستان ترمینځ بلاخره له دوو کلونو کوټلو خبرواترو وروسته د مارچ په یولسمه نیټه د چین په بیجینګ کې سره موافقه کړې چې له اوو کلونو ورسته خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته ټينګې کړي او له یوه بل سره تعامل وکړي،چې دامریکا او اسرائيلو پشمول له په ګوته شمیر هیوادونو پرته درسته نړۍ ئې تر دې دمه هرکلی کوي.
-
د ایران اوافغانستان مطبوعات
Mar 14, 2023 09:58کوم هیوادونه چې د امریکاله بندیزونو سره مخامخ شوي دي، باید د یو بل په ملګرتیا سره او د یوې ګډې ټولګې په جوړولو سره، د بایکاټ او بندیزونو حربه له مینځه یوسي او مونږ باوري یو چې دا کار شونی او ممکن دی.
-
د تهران-کربلا تر مینځ د رېل ګاډې د تګ او راتګ لپاره عراق سره د ایران هوکړه
Mar 14, 2023 09:33د ایران د اسلامي جمهوریت د رېل پټلی د شرکت عامل مدیر د تهران او کربلا تر مینځ د خصوصي رېل ګاډې د بیا فعاله کېدو په هکله د هوکړې خبر ورکړ.
-
ایران دې په یمن کې د سولې لپاره د ملګرو ملتونو له هلوځلو څخه ملاتړ وکړي
Mar 14, 2023 08:33د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په دغه هیواد کې د سولې په لړ کې د ملګرو ملتونو له هلوځلو څخه د ایران د ملاتړ غوښتونکی شو.
-
د امریکې له بندیزونو سره مخ هیوادونه باید د یو بل په مرسته دغه حربه ناکامه کړي
Mar 14, 2023 02:20د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران او بلاروس پریمانه ګډولو ته په اشارې سره وویل: د امریکې له بندیزونو سره مخامخ هیوادونه دې په خپلو کښې په ملګرتیا سره دغه حربه له مینځه یوسي.
-
ایران او بیلاروس د دوه اړخیزې ملګرتیا پر پراختیا ټینګار کړی
Mar 14, 2023 04:08د ایران د اسلامي شورا مشر او د بیلاروس ولسمشر په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراخولو تاکید وکړ
-
د لوکاشنکو سفر د ایران او د بیلاروس په اړیکو کښې د بدلون پیچومی دی
Mar 13, 2023 11:04ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر د تهران او د مینسک ترمینځ د ملګرتیا د تفاهم د یادښت د لاسلیک کولو په دستورو کښې ایران ته د بیلاروس د ولسمشر سفر د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا کښې د بدلون پیچومی وباله.
-
ایران په اوکراین کښې د سولې تحقق ته تیار دی
Mar 13, 2023 11:22ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چې تهران له لومړیو څخه د اوکراین د جنګ مخالف و او دی په اوکراین کښې د جنګ د بندولو او د سولې د تحقق لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.