ایران او بیلاروس د دوه اړخیزې ملګرتیا پر پراختیا ټینګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129456-ایران_او_بیلاروس_د_دوه_اړخیزې_ملګرتیا_پر_پراختیا_ټینګار_کړی
د ایران د اسلامي شورا مشر او د بیلاروس ولسمشر په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراخولو تاکید وکړ
(last modified 2023-03-14T03:09:53+00:00 )
Mar 14, 2023 07:38 Asia/Kabul
  • ایران او بیلاروس د دوه اړخیزې ملګرتیا پر پراختیا ټینګار کړی

د ایران د اسلامي شورا مشر او د بیلاروس ولسمشر په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراخولو تاکید وکړ

د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر محمد باقر قالیباف په تهران کښې د بیلاروس د ولسمشر الیکزنډر لوکاشنکو په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې سیمه ایز او نړیوال حالات د اړیکو پراخولو ته برابر دي، وویل: دا په دوه اړخیزو اقداماتو پورې اړه لري ځکه چې نن سبا ټول پوهیږي چې امریکا څرنګه هڅه کوي چې د خپلې یواړخیزپالنې بهیر پراخ کړي.

قالیباف هم داشان په دې خبرې سره چې نن سبا ناټو او لویدیځ د هغو هیوادونو په وړاندې ولاړ دي چې خپلواکه ژوند تیرول غواړي، څرګنده کړه: د دې اقداماتو په وړاندې باید په مختلفو برخو کښې خپل مینځي اړیکې پراخې کړو او په راکړو ورکړو کښې اسانتیاوې رامینځته کړو.

په دغه کتنه کښې د بیلاروس ولسمشر هم په دې خبرې سره چې د دواړو هیوادونو د تبادلاتو اندازه درې چنده زیاته شوې ده، زیاته کړه: د بندیزونو له امله له رامینځته شویو ستونزو د تیریدو لپاره د بایکاټ شویو هیوادونو ترمینځ یووالی او پيوستون ضروري دی.

هغه ټینګار وکړ چې بیلاروس له ایران سره د اړیکو د پراخولو لپاره هیڅ محدودیت نه لري.