ایران په اوکراین کښې د سولې تحقق ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129414-ایران_په_اوکراین_کښې_د_سولې_تحقق_ته_تیار_دی
ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چې تهران له لومړیو څخه د اوکراین د جنګ مخالف و او دی په اوکراین کښې د جنګ د بندولو او د سولې د تحقق لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 13, 2023 11:22 Asia/Kabul
  • ایران په اوکراین کښې د سولې تحقق ته تیار دی

ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دې ته په اشارې سره چې تهران له لومړیو څخه د اوکراین د جنګ مخالف و او دی په اوکراین کښې د جنګ د بندولو او د سولې د تحقق لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي نن په خبري کانفرنس کښې د اوکراین د بدلونونو په هکله وویل ایران له اول څخه د اوکراین د جنګ مخالف و او دی او د هیڅ لوري ملاتړ یې ونکړ.

هغه په دې خبرې سره چې ایران په ځلونو ویلي دي چې د اوکراین په جنګ کښې یې هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي وویل ایران له روسیې سره له دوستۍ سره سره له ماسکو سره د سیمو د الحاق ملاتړ ونکړ او د جنګ د ختمولو لپاره یې خپل چمتو والی اعلان کړ.

هغه دغه راز چې د امریکا له حکومت سره د بندیانو او د نورو پاتې اړونده مسائیلو په هکله د مینځګړو هیوادونو په وسیله خبرو دوام لرلی او لري یې.