د ایران اوافغانستان مطبوعات
کوم هیوادونه چې د امریکاله بندیزونو سره مخامخ شوي دي، باید د یو بل په ملګرتیا سره او د یوې ګډې ټولګې په جوړولو سره، د بایکاټ او بندیزونو حربه له مینځه یوسي او مونږ باوري یو چې دا کار شونی او ممکن دی.
اطلاعات ورځپاڼه
نوموړی ورځپاڼۍ هم د ایران اکثرو ورځپاڼو په شان د رهبرۍ له ستر مقام حضرت امام خامنه ای سره دسپینې روسیې د ولسمشر کتنې ته انعکاس ورکړی دی او دحضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای دغه خبره یې په غټو ټکیو سره لیکلی ده چی د یوه بل په ملګرتیا سره د امریکا د بایکاټ حربه او چل له مینځه یوسو . ورځپاڼه په دې اړه په یوه مفصل راپور کې لیکی چی حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د بیلاروس د ولسمشر الیکزنډر لوکاشنکو او ورسره پلاوي په کتنه کښې د ایران او بیلاروس یوه ګډوله د امریکا او ځینو لویدیځو هیوادونو بدماش ډوله بندیزونه وبلل او زیاته یې کړه: کوم هیوادونه چې د امریکاله بندیزونو سره مخامخ شوي دي، باید د یو بل په ملګرتیا سره او د یوې ګډې ټولګې په جوړولو سره، د بایکاټ او بندیزونو حربه له مینځه یوسي او مونږ باوري یو چې دا کار شونی او ممکن دی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه د ایران خلاف د امریکا بندیزونو او په تیرو دولسو کالو کښې د ډیرو سختو بایکاټونو لګیدو ته په اشارې سره څرګنده کړه: سختو بندیزونو د ایران پام خپلو داخلي توانمنیو او ځواکونو ته واړوه او د بندیزونو په هم دې موده کښې، د ایران لپاره د ډیرو پرمختګونو زمینه برابره شوه او زمونږ هیوادو وتوانیده چې د ساینس او ټیکنالوجۍ، طب او بایالوجۍ، هوافضا او په ایټمي او د نانو ټیکنالوجۍ په برخو کښې حیرانوونکي پرمختګونه وکړي.
ورځپاڼه په دوام کې لیکی د اسلامي انقلاب معظم رهبر د علم او ټیکنالوجۍ، تجارت او په نړیوالو ټولنو کښې د سیاسي فعالیتونو په شمول د ایران او بیلاروس د ملګرتیا د زمینو په یادونې سره، له شمال نه جنوب ته تیریدونکې لیکې ته اشاره وکړه او ویې ویل: له شمال نه جنوب ته د تلونکې لیکې جوړول د دواړو هیوادونو او هم داشان د روسیې او سیمې په ګټه دي او دواړو لورو ته پکار دي چې د پیلولو کوشش یې وکړي. د اسلامي انقلاب ستر لارښود څرګنده کړه: په غونډو کښې شوې خبرې او موافقې ختمیدل نه دي پکار بلکې په ځانګړې تعقیبونې او د مهال ویش په ټاکلو سره، د اجرا مرحلې ته ورسیږي.
په دغه کتنه کښې د بیلاروس ولسمشر هم د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره له کتنې د پریمانۍ خوښۍ په څرګندولو سره وویل: ایران د بندیزونو په دوران کښې حیرانوونکې تجربې او پرمختګونه ترلاسه کړي دي او مونږ باوري یو چې که د بندیز له حالاتو سمه استفاده وشي نو د پرمختګ لپاره په یو فرصت بدلیدې شي، زما د سفر موخه هم د ایران له بریاؤ او لاسته راوړنو سره له نزدې نه بلدیدل دي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی کنعانی وایی د بندیانو د تبادلی په اړه له امریکا سره مکتوب موافقه لیک لرو .
د لبنان د حزب ا... غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان موافقه یوه نړیواله پیښه وبلله او ټینګار یې وکړه صهیونیسټ رژیم دغه موافقه د خپل ځان لپاره ستره ماتي ګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف وویل د چین او روسیې ملګرتیا امریکا پاګله کړي ده.
ملګری ملتونه وایی په افغانستان کې کابو شل میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخامخ دي .
د ایران د قضاییه قوې مشر ویلی دی په دې وروستیو کې ۸۲ زره کسان بخښل شوي دي .
جمهموری اسلامی
د رهبرۍ ستر مقام امام خامنه ای د سپینې روسیې له ولسمشر سره په کتنه کې فرمایلی دي د ایران اوبیلا روس د ملګرتیاو ظرفیتونه له اوسنی سویې لوړ دي .
د ایران د اطلاعاتو وزارت په اصفهان کې په سترو عملیاتو کې د اسراییلو د جاسوسی ادارې موساد د ناکامۍ خبر ورکړ .
د لیبیا په شمال کې د مهاجرو د کشتۍ په ډوبیدا کې ۳۰ کسان وژل شوي دي .
یوه عراقی چارواکی ویلی دی په عراق کی هماغه راز له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې داعشی ترهه ګر موجود دي .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصرکنعانی وایی د ایران او عربستان خارجه وزیران ډیر ژر کتنه کوي .
په باخموت کې په خونړۍ نښته کې په سلګونو روسي او اوکراینی عسکر وژل شوي دي .
هاارتص په خپله تازه ګڼه کې لیکلی دی ایا د اسراییلو د دړې وړې کیدا وخت رارسیدلی دی ؟
د ترکیې په زلزله کې څه د پاسه ۶ زره بهرنی ښاریز وژل شوي دي .
اماراتو له صیهونیسټ رژیم د دافع هوا اخیستل وځنډول .
په لندن کې په زرګونو کسانو د درملیزې برخې د کارکونکیو په ملاتاړ کې مظاهرې وکړې .
د روان ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې ۸۴ فلسطینیان شهیدان شوي . ورځپاڼه په دې اړه په یوه راپور کی لیکی چی د روان کال له پیله تر اوسه د صهیونیستي نیواکګرو ځواکونو بریدونو له امله، د لویدیځې غاړې او د بیت المقدس په مختلفو سیمو کې ۸۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د دغه راپور له مخې په شهیدانو کې تر ۱۵ زیات یې ښځې او ماشومان دي. په دې ترڅ کې په سلگونه نور فلسطینیان هم د اسرائیلي عسکرو په ډزو ټپیان شوي دي . د فلسطین د ملت پروړاندې د صهیونیستي رژیم په وروستي جنایت کې، دیکشنبې په سهار د نابلس په لوېدیځ کې د صهیونیستي نیواکګرو عسکرو ډزو له امله درې فلسطینیان شهیدان شول
د افغانستان مطبوعات
کلید
ګوترېش: نړیوال دې د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي .
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونيو ګوترېش یو وار بیا له افغان مېرمنو سره د نړیوالو پر ملاتړ ټینګار کړی.
نوموړي تېره ورځ په نیویارک کې غونډې ته ویلي چې په افغانستان کې نجونې او مېرمنې له دندو او زده کړو څخه لېرې شوې دي.
هغه ویلي، دوی له افغان مېرمنو څخه ملاتړ ته ژمن دي او کابل ته د امنې محمد وروستی سفر دا په ډاګه کوي چې لاهم ملګري ملتونه د افغان مېرمنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره ژمن دي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې طالبانوویلي، هڅه کوي د شریعت په چوکاټ کې مېرمنو ته د زده کړو او کار زمینه برابره کړي.
د افغانستان سرې میاشتې ټولنه وایي، په تېرو ۱۲کلونو کې یې ۲۴زره ۷۴۳ په زړهسوري ناروغیو اخته ماشومان ثبت کړي دي.
د دې ټولنې مشر مطیعالحق خالص د شنبې په ورځ ناوخته د بریټانیا سفارت له سرپرست نصیر اشرف سره په دوحه کې د لېدنې پرمهال ویلي، د دغو ماشومانو د درملنې لپاره لوړ لګښت ته اړتیا ده.
د سرې میاشتې ټولنې مشر په دې لېدنه کې له بریټانیا هېواده د مرستو غوښتنه کړې.
د افغان سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفانالله شرفزوی وایي، تراوسه یې په کور دننه او له هېواده بهر د ۱۲زره او ۳۰۷ په زړه سوري ناروغیو اخته ماشومانو درملنه کړې ده.
«اوسمهال ۱۰زره په زړه سوري ناروغان ماشومان له موږ سره ثبت دي، چې دوی درمنلې لپاره شپې او ورځې تېروي. په روان کال کې مو ۷۵۴ ناروغان په کابل کې روغتونونو ته لېږلي چې تر ۵۰۰ پورې جوړ شوي او پاتې لا هم تر درملنه لاندې دي.»
د سرې میاشتې ټولنې چارواکي وایي، هڅه کوي چې په افغانستان کې په زړه سوري ماشومانو د درملنې په هدف نړیوالې مرستې را جذب کړې.
ډاکټر زرداد بیا وایي، په ماشومانو کې د زړهسوري ناروغیو علت په اړه لا هم واضح څه نهشته، خو په خبره یې، که مور د امیندوارۍ پرمهال ځینې سختې دواګانې استعمال کړي، ښایي ماشوم یې په سوري زړه ناروغۍ اخته شي.
«د ماشومانو د زړه سوري په اړه لا هم څېړنې روانې دي، خو یو معلوم علت یې دا هم کېدای شي چې ځینې میندې د امیندوارۍ پرمهال سختې دواګانې خوري، ماشومان یې په زړهسوري ناروغۍ اخته کېږي. ممکن د هغو میندو ماشومان هم په زړهسوري ناروغۍ اخته شي چې د شکر ناروغي لري.»
سرې میاشتې همداراز له بریټانیایې هېواد څخه غوښتي چې د کار او زدهکړو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
مطیعالحق خالص همداراز د بریټانیا له سفیر سره په خبرو کې ویلي:
«موږ اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ یو. د افغانستان تېرې ۴۰ کلنې جګړې ډېری افغانان سخت ځپلي دي. په دغو ناروغیو کې ډېره برخه رواني ناروغۍ دي.»
د سرې میاشتې ټولنې مشر وایي، که څه هم هڅه کوي چې په زړه سوري ناروغیو اخته ماشومانو درملنه وکړي، خو په خبره یې، په دې برخه کې هره ورځ لا نور نوي ناروغان زیاتېږي.
د بریټانیا سرپرست سفیر د سرې میاشتې مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې په دې برخه کې له افغانانو سره همکاري کوي.