-
د ایران او د امریکا د بندیانو په هکله مشوره وشوه
Mar 11, 2023 01:17ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د واشنګټن او د تهران ترمینځ د بندیانو د تبادلې په هکله مشوره او د نظر تبادله وکړه.
-
د ایران او د عربستان د اړیکو احیار کول د سیمې د ثبات لپاره مهم ګام دی
Mar 11, 2023 00:46ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف ټینګار وکړ له سعودي عربستان سره د اړیکو احیا کیدل په فارس خلیج او سیمه کښې د ثبات او د سیمه ئیزو ملګرتیاو د اقتصادي او د پراختیا په لړ کښې یو ګام دی.
-
صهیونیسټان په سیمه کې ځای نه لري
Mar 10, 2023 12:09د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سوریې ته د خپل سفر پر مهال ویلي چي د سیمې په راتلونکی کې صهیونیسټان هیڅ ځای نه لري او له سوریې څخه د نیواکګرو د وتلو وخت رسېدلی دی.
-
لوېدیځ ایران د یو ایټمې هیواد په توګه منلی دی
Mar 10, 2023 12:04د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمې سازمان مشر د دې په بیانولو چي لوېدیځو هیوادونو نن سبا ایران د یوه ایټمي هیواد په توګه منلي دي، په ټینګار سره وویل: ډیپلماسي د ایران په وړاندې د لوېدیځ یوازنی انتخاب دی.
-
د اینسټکس د ځانګړې مالې چېنل بندولو ته د ایران غبرګون
Mar 10, 2023 12:03اروپایي هیوادونو د امریکې د بندیزونو څخه د خلاصون په موخه د مالي راکړو ورکړو لپاره د اینسټکس ځانګړې مالې چېنل جوړ کړی وو څو له دې لارې ایران سره د سوداګریو زمینه برابره شي خو دا طرحه هیڅکله عملي نه شوه.
-
لویدیځو هیوادونو اټومي ایران منلی دی
Mar 09, 2023 23:55زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې لویدیځو هیوادونو نن سبا ایران د یوه اټومي هیواد په توګه منلی دی ټینګار وکړ له ایران سره په مخامخ کیدا کښې د اروپايي هیوادونو یوازنی انتخاب ډيپلوماسۍ ده.
-
صهیونیسټ رژیم د سیمې په راتلونکي کښې هیڅ ځای نلري
Mar 10, 2023 00:33ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دمشق کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې صهیونیسټان د سیمې په راتلونکي کښې هیڅ ځاې نلري وویل په سوریې کښې د پردیو ځواکونو د نیواکګرۍ د ختمیدا وخت رارسیدلی دی.
-
(د فارابی نړیوال کنګرس په مناسبت) اسلامی تمدن او کلتور او د فارابی ورسره پيوستون
Mar 09, 2023 11:32د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د فارابی د نړیوال کنګرس د ترسره کیدا په مناسبت له یوۀځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
-
د ایران خارجه وزیر سوریې ته ستون شو
Mar 09, 2023 09:32د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوري چارواکو سره د خبرو اترو په موخه دمشق ته راهي شو.
-
د انګلیس په پارلمان کې د منافقینو د ترهګرې ډلګې پلویانو ته د ایران د شارژدافیر کنایه
Mar 09, 2023 09:29په لندن کې د ایران د اسلامي جمهوریت شارژدافیر د انګلیس د پارلمان هغو استازو ته چي د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ څخه ملاتړ کوي، خبرداری ورکړ چي د ایران له دښمنانو سره، ملتیا د ایران له ولس سره د دښمنۍ په معنا ده.