د اینسټکس د ځانګړې مالې چېنل بندولو ته د ایران غبرګون
اروپایي هیوادونو د امریکې د بندیزونو څخه د خلاصون په موخه د مالي راکړو ورکړو لپاره د اینسټکس ځانګړې مالې چېنل جوړ کړی وو څو له دې لارې ایران سره د سوداګریو زمینه برابره شي خو دا طرحه هیڅکله عملي نه شوه.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په دې هکله وایي چي د اینسټکس د طرحې د ناکامه کېدو اصلي لامل، د اروپایې هیوادونو نه ژمنتیا او د امریکې له غیرقانوني بندیزونو سره د هغوی ملګرتیا وه.
په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د برجام له ایټمې نړیوالې موافقې څخه د امریکې تر وتلو وروسته، انګلیس، جرمني او فرانسه د یوې طرحې په وړاندې کولو سره، له ایران څخه غوښتنه وکړه چي د ایټمې موافقې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو باندې پاته شي او په مقابل کې اروپایي هیوادونه به د اینسټکس د ځانګړي مالې چېنل له لارې په ایران باندې لګېدلي بندیزونه شنډ کړي او ایران سره د اروپایي شرکتونو د تجارت لپاره زمینه برابره کړي.
سره له دې چي ایران دوو کلونو لپاره په خپلو ژمنو پاته شو بیا هم اروپایانو د اینسټکس د ځانګړي مالې چینل د جوړلو د طرحې په عملي کېدو کې په خپلو ژمنو عمل نه وکړ.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي د اینسټکس د مالي چېنل د بندولو لپاره د اروپایانو د پرېکړي په غبرګون کې وویل: هغوی د اینسټکس مالي چېنل له جوړېدو وروسته، د دې مالي چېنل د فعاله کولو لپاره زیرمې او کرېډیت په نظر کې نه ونیول څو له دې لارې ایران د امریکې د غیرقانوني بندیزونو له زیانونو څخه وژغورل شي.
کنعانی جوته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اروپایانو په ځانګړي مالې چېنل باندې تکیه نه وه کړې خو په عین حال کې د دغه مالې چېنل د فعاله کولو لپاره اروپا سره پوره همکاري وکړه، لیکن اروپایان په نورو ډګرونو کې د خلافورزیو په څېر په دغه زمینه کې هم د برجام په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل نه وکړ.
هغه یادونه وکړه چي اروپایان امریکا پورې د خپلې پېیلتیا د پټولو او په خپلو خلافورزیو باندې د سرپوښ د اېښودلو لپاره هڅه کوي چي د اینسټکس د چېنل په بندون کې ایران ګرم وښیي.