د ایران او د امریکا د بندیانو په هکله مشوره وشوه
ایسنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران او د قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د واشنګټن او د تهران ترمینځ د بندیانو د تبادلې په هکله مشوره او د نظر تبادله وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د قطر د باندنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په ټيلي فوني خبرو کښې د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا او د ایران او د امریکا ترمینځ د بندیانو تبادلې ته د انساني توجه د ضرورت په هکله د نظر تبادله وکړه.
د ایران د باندنیو چارو وزیر هیله وکړه له ایران سره د خبرو اترو نور لوري هیوادونه د تهران پرضد د ظالمانه بایکاټونو د لغو کولو لپاره له حقیقت څخه ډک چلند وکړي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دغه راز د قطر د خارجه وزیر او د لومړي وزیر په توګه د شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د ټاکل کیدا په هکله مبارکي وویله.
د قطر لومړي وزیر او خارجه وزیر هم د ایران د اسلامي جمهوریت او د عربستان ترمینځ په اړیکو کښې د نوي بدلون د رامینځته کیدا په اړه مبارکي ورکړه.