-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراق ته رسیدلی
Feb 22, 2023 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عراق د خارجه وزیر فواد حسین په رسمي بلنه بیګا د یوه پلاوي په مشرۍ بغداد ته لاړ.
-
د افغانستان د سرپرست حکومت په هکله د ایران دریځ نه دی بدل شوی
Feb 21, 2023 07:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل په څرنګوالي کښې د تهران په دریځونو کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی.
-
د لمر په حضور کې( د بعثت ورځې په مناسبت)
Feb 21, 2023 13:08د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې موږ د مبعث اختر په ورځ د نظام له یوشمېر چارواکو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د لیدنې مهمې برخې رااخلو. له موږ سره واوسئ.
-
اینټرنیشنل ترهګر ټیلي ويژن له لندن امریکا ته انتقالیږي
Feb 21, 2023 10:38تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي له بریتانیا څخه امریکا ته د اینټرنیشنل ټیلي ويژن چینل انتقالیدل د څو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو ترمینځ د کار ویشل وبلل.
-
فارس خلیج کښې د امریکا جوړې وسلې نیول شوي
Feb 21, 2023 10:14تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د سرحدي پولیسو قومندان برید جنرال احمد علي ګودرزي په فارس خلیج کښې د امریکا د وسلو د یوې کشتۍ د نیول کیدا خبر ورکړ.
-
په ایران باندې د سیاسي دباو لپاره له اټومي انرژۍ نړیوال اژانس څخه ناوړه استفاده:-
Feb 21, 2023 09:06لویدیځو هیوادونو د ایران پرضد د سیاسي دباونو په دوام کښې یوځل بیا د تهران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو په هکله بې اساسه ادعا وکړه او دا ځل یې ادعا وکړه چې په ایران کښې د څلور اتیا فیصدو په سویه یورانیم پیژندل شوي دي.
-
د ایران پرضد د امریکا ادعا بې اساسه ده
Feb 21, 2023 08:39فارس خبري اژانس راپور راکړی په کویت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د امریکا د سفارت ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل تهران د اوکراین جنګ کښې د استفادې لپاره هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي.
-
ایران او چین د ډالر حذفولو او سوداګرۍ ترسره کولو لپاره د ریال - یوان پر کارونې موافقه وکړه
Feb 20, 2023 11:12د مرکزي بانک نړیوال مرستیال د ایران او چین ترمنځ د ډالر د له منځه وړلو او په سوداګریزو چارو کې له ملي اسعارو څخه د کارونې له هوکړې خبر ورکړ.
-
د مونیخ کنفرانس اعتبار ته لوی ګوزار ورکړل شو
Feb 20, 2023 10:13د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند د مونيخ پر امنيتي کنفرانس نيوکه وکړه او وې ويل: تنظيموونکو په خپلو اقداماتو سره د دغه امنيتي کنفرانس اعتبار ته ستره ضربه رسولې ده.
-
په مشهد کې د افغان متخصص ډاکترانو لپاره د شکرې ناروغۍ د درملنې او مخنیوي روزنیز ورکشاپ ترسره شو
Feb 20, 2023 09:29په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت، په ایران کې د افغانستان د خاتم الانبیاء د شکرې ناروغۍ مرکز د متخصصینو یوې ډلې د روزنیز کورس د پایته رسېدو خبر ورکړ.