د لمر په حضور کې( د بعثت ورځې په مناسبت)
https://parstoday.ir/ps/radio/iran-i128364-د_لمر_په_حضور_کې(_د_بعثت_ورځې_په_مناسبت)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې  له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې موږ د مبعث اختر په ورځ د نظام له یوشمېر چارواکو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره د حضرت  آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د لیدنې مهمې برخې رااخلو. له موږ سره واوسئ.
(last modified 2023-02-21T20:42:50+00:00 )
Feb 21, 2023 13:08 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې( د بعثت ورځې په مناسبت)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې  له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې موږ د مبعث اختر په ورځ د نظام له یوشمېر چارواکو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره د حضرت  آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د لیدنې مهمې برخې رااخلو. له موږ سره واوسئ.

د شنبه په ورځ د ۱۴۰۱ کال د سلواغې په ۲۹ نېټه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د رسالت کلیزې په مناسبت د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله سیدعلي خامنه يي د نظام له یوشمېر چارواکو او د اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره وکتل.  

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دغې لیدنې په پیل کې د نحل سورت د آتلسم آیت یوه برخه ولوستله چې پکې خدای تعالی فرمایي: او که تاسو د خدای نعمتونه وشمېرئ، نو شمېرلی یې نه شئ.

هغوی ټولو حاضرینو او د نړۍ مسلمانانو ته د مبعث اختر په مناسبت د مبارکۍ ترڅنګ، زیاته کړه، د انسان په محاسبې سره، د ستر پیغمبر (ص) رالیږل هغه ستره ډالۍ ده، چې خدای تعالی ټول بشریت ته ورکړې ده. هېڅ نعمت او هېڅ ډالۍ د پیغمبر د رسالت له عظمت او وزن سره برابره نه ده. علت یې دا دی چې بعثت د بشریت لپاره هغه خزانې لري چې نه ختمېږي. بشر کولای شي له دې خزانو په استفادې سره په همدې نړۍ کې خپله نېکمرغي ترلاسه کړي.

حضرت آیت الله سیدعلي خامنه يي د بعثت لومړۍ خزانه توحید یاده کړه او وفرمایل: توحید هماغه خزانه ده چې هېڅ شی د هغه د وزن او ارزښت په کچه نه دی. ځکه د خدای بندګي، بشر د نورو له بندګۍ او غلامۍ خلاصوي. د بشر ستونزه، د تاریخ په اوږدو کې د نورو په لاس کې اسیر کېدل دي،چې دا د خدای په بندګۍ سره له منځه ځي. دوی وفرمایل: که انسان په واقعي لحاظ د خدای بنده وي او په حقیقي ډول په توحید چې د غیر خدای عبادت کول نفي کوي، منګولي ټینګي کړي، د نورو  له بندګۍ خلاصېږي؛ او هغه شیان مو چې په تاریخ کې لیدلي، اورېدلي؛ وژنې، ظلمونه، جګړې او د دې په څېر نورو شیانو پوري ځانګړې کېږي. دا د بعثت یوه ډالۍ ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تزکیه د بعثت يوه بله ډالۍ وبلله، چې له فساد څخه د انسان د خلاصون درمل ده. تزکیه انساني ټولنه او انساني وجود او د انسان زړه له هر ډول اخلاقي فساد څخه پاکوي. د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په وینا، د کتاب ښوونه د بعثت له نورو ډالیو څخه ده. د کتاب ښوونه یعني د خدای د لارښوونې لاندې ژوند کولو معنی لري. خدای چې د ټولو شیانو مالک، خالق او رب دی، د کتاب په لارښوونو سره یې د انسان لپاره لاره ټاکلې ده، ترڅو پر هغې لارې ولاړ شي. د رسالت له نورو خزانو څخه يو هم حکمت دی، چې په دې معنا چې ټولنه بايد په عقل، حکمت، هوښیارۍ او ځېرتیا سره اداره شي.

یوه بله ډالۍ چې واقعا خزانه ده او هغه خزانه ده چې په بعثت کې شتون لري، د استقامت ښوونه ده، چې استقامت، موخې ته د رسېدو رمز او راز دی. تاسو هره موخه چې لرئ – دنیوي موخه، اخروي موخه، په درېدا، په استقامت، په څارلو، شونې ده هغې ته ورسېږئ؛ له هغې پرته شونې نه ده ورسېږئ.

فَاستَقِم کَما اُمِرتَ وَ مَن تابَ مَعَک‌( د هود سورت د ۱۱۲ آیت یوه برخه )  قرآن دا موږ ته زده کړي، بعثت دا خزانه موږ ته راکړې، چې زده کړو او پوه شو چې څه کار وکړو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د بعثت یوه بله خزانه په عمومي توګه په اقتصادي، انساني او ټولنیز عدالت کې له تبعیض پرته د قسطونو او عدالت بې ساري خزانه ده. هغوی د حدید سورت د ۲۵ آیت یوه برخه تلاوت کړه چې څښتن تعالی په دې آيت کې فرمايي: بې شکه موږ خپل انبياء په څرګندو دلايلو رالېږلي او له هغوی سره مو کتاب او ترازو نازل کړی، ترڅو خلک په عدل سره راپورته شي. آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي وفرمایل:" لِیَقومَ النّاسُ بِالقِسط " یعنی ژوند په "قسط" سره اداره کړئ. انسان په خپله وکولای شي خپل ژوند په قسطونو سره اداره کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: د بعث یوه بله مهمه خزانه چې له بده مرغه په ​​پام کې نه ده نیول شوې، د بدخواهانو پر وړاندې سخت کېدل او نفوذ نه کول دي. یو له هغو ګوزارونو څخه چې بشري ټولنو ته رسېږي، د دوی د دښمنانو نفوذ دی. خدای تعالی فرمایي: اشداء علی الکفار (د کفارو په مقابل کې سخت زړي و اوسئ) په دې معنی دی چې اجازه مه ورکوئ چې دښمنان ستاسو په ټولنه کې نفوذ وکړي.

د آیت الله العظمی سید علي خامنه يي په وینا، د نفوذو معنی، د دښمن، پردیو او بدخواوو پروړاندې داسې واک نه درلودل، چې ستاسو ټولنه ونیسي. د آيت دوام په ټولنه کې د خلکو تر منځ اړيکې ته اشاره کوي، چې د مهربانۍ، مينې، پاکۍ او اخلاص بلنه ده، نو «رُحَمآءُ بَینَهُم» هم د پيغمبر د رسالت يوه خزانه ده، چې په ټولنه کې ژوند کول باید په رحم او مهربانۍ او داسې نورو سره وي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې خبرې سره چې په قرآن کریم، اسلامي تعلیماتو او بعثت کې په زرګونه داسې قیمتي خزانې شتون لری وفرمایل: له موږ څخه ځینې مسلمانان په دغو خزانو نه پوهېږي؛ ځیني له هغو څخه انکار کوي. موږ د خدای دغو سترو نعمتونو ته سپکاوی کوو، زموږ څخه ځینې په دوی ویاړي، مګر عمل نه کوي. داسې دي نو. پایله به څه وي؟ پایله یې دا ده چې اسلامي نړۍ ویشل شوې، وروسته پاتې ده او له علمي او عملي پلوه کمزورې ده. پایله دا ده. په یوه زمانه کې مسلمانان توانیدلي وو چې د خپل وخت ستر تمدنونه په نیمه زړه له دې لویو خزانو څخه په کار اخیستو سره جوړ او تولید کړي. د هجرت په درېیمه او څلورمه پیړۍ کې په ټوله نړۍ کې د اسلامي امت په څېر پرمختللی دولت، هېڅ ځواک او هېڅ ملت شتون نه درلود. که څه هم موږ پوهېږو چې دا په نیم زړه سره ترسره شوي؛ هغه خلک چې په کار کې وو سم خلک، مطلوب او کامل خلک نه وو، خو هماغه هم اغیزه درلوده.

موږ کولای شو چې د اسلامي نړۍ کمزورتیا د رسول الله (صلی الله علیه و آله وسلم) له لوري دغو خزانو ته په رجوع سره حل کړو. که هغه خزانې چې په اسلامي تعلیماتو پورې تړلې وي، یا د اسلامي احکامو او یا د اسلامي اخلاقو اړوند وي.

د اسلامي انقلاب رهبر په دام سره د فلسطین موضوع ته اشاره وکړه او د فلسطین موضوع یې د اسلامي نړۍ یوه مهمه موضوع یاده کړه او وفرمایل: یو ملت، یو هېواد په بشپړه توګه د وحشي، خبیثو، شرورو انسانانو په قبضه کی دی، نه د عادي انسانانو په واک کې. اسلامي نړۍ هم ګوري، ویني، یعني د فلسطین ملت په خپلو سیمو، خپلو کورنو کې هغوی چې اوس پاتې دي ایستلي یې نه دي، هره ورځ پرې ظلم کېږي. د اسلامي نړۍ د سترګو پروړاندې، هره ورځ یوه برخه ورانوي، یو صهیونیستي ښارګوټی جوړوي، دا ټول اسلامي حکومتونه، دا شتمني چې په اسلامي نړۍ کې شته، او هغه وړتیا چې اسلامي نړۍ یې لري، ګوري او دا ترسره کېږي، او ډېری کلونه کېږي چې د ټول عالم د سترګو پروړاندې دا ډ‌ول پر یوه ملت ظلم کېږي.

د حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په وینا،  د دغه ډول تیري په وړاندې چوپتیا اسلامي نړۍ ته د ګوزار په معنا ده، د هماغو دولتونو او اسلامي هېوادونو پروړاندې چې له بده مرغه په ​​دې وروستیو کې له صهیونیستي رژیم سره چپه خوله پاتې شوي دي، د تیري په معنا دی. دې مسألې دا هېوادونه کمزوري کړي او دښمن په دوی باندې تسلط پیدا کړی، تر څو پرمختللي هېوادونه او د نړۍ قدرتونه لکه امریکا او فرانسه په اسلامي هېوادونو کې د لاسوهنې حق ولري.

په داسې حال کې چې دوی د خپلو هېوادونو په اداره کې بې وسه دي او په خپلو هېوادونو کې د خپلو ستونزو د حل کولو توان نه لري، دوی غواړي چې راشي او اسلامي هېوادونه ونیسي او د خپلو ادعاوو سره سرم، د دوی ستونزې حل کړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبر وفرمایل: که اسلامي حکومتونه د فلسطین په مسأله کې له اولې ورځې څخه ټینګ او مقاومت کړی وای، نن به د لوېدیځې آسیا د سیمې او زموږ د سیمې حالات بل ډول وای. نن ورځ موږ پیاوړي وو، موږ ډېر متحد وو، او په ډېرو لارو کې، نن ورځ زموږ وضعیت ښه و.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطین د نیواک په پیل کې د نجف د علماوو زغم ته اشاره وکړه او د یو عرب شاعر د یو شعر په تائید یې چې لیکلي وو: که له فلسطینه ووځئ، نو د وخت په تېرېدو سره به په خپله هم له سختیو او کړاوونو سره مخ شئ. هغوی وفرمایل: نن اسلامي جمهوریت د مسلمانانو غږ دی او د فلسطین د مظلومانو غږ په ښکاره او عامه توګه بیانوي. موږ د هیچا ملاحظې ته پام نه کوو، موږ د فلسطین د ملت ملاتړ او دفاع کوو، وایو هم چې دفاع کوو. موږ به د فلسطین له ملت څخه په هره طریقه دفاع وکړو. دا د دې لامل شوی چې دښمنان متمرکز شي او ایرانوفوبیا پیل کړي، او هغه څوک چې په خپله د فلسطین سره د مرستې مسؤلیت لري، لږ تر لږه څومره چې موږ یې کوو، د ایرانوفوبیا په اړه ورسره همغږي شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باور دی چې د اسلامي نړۍ د ټولو مشکلاتو حل، اسلام ته په راستنېدو، د اسلامي هېوادونو په اتحاد او همغږۍ او د اسلامي دولتونو ترمنځ ملګرتیا په لفظي معنا نه، بلکې په حقیقي توګه یاد کړ. هغوی وفرمایل: د اسلامي امت د ټولو برخو لپاره لازمه ده چې په هغو مشکلاتو کې چې رامنځته شوي دي، ملګرتیا وکړي لکه په سوریې او ترکیې کې ویجاړونکې زلزله چې یوه سخته پېښه ده . دا په ټولو مسلمانانو پورې اړه لري او دوی باید درد او رنځ احساس کړي. خو د سیاسي مسلو لکه د فلسطین مسله او د سیمې په مختلفو هېوادونو لکه سوریې او نورو ځایونو کې د امریکا لاسوهنې ته په کتو سره دا یوه کوچنۍ خو مهمه پیښه ده.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په آخر کې دعا وکړه چې د خدای په نصرت سره موږ ټول وکولای شو چې بعثت د کلمې په رښتینې معنا استعمال کړو او د پیغمبر (ص) بعثت د کلمې په رښتیني معنا کې د اسلامي نړۍ او اسلامي امت اختر وي.

ژباړه: زماني