د ایران پرضد د امریکا ادعا بې اساسه ده
فارس خبري اژانس راپور راکړی په کویت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د امریکا د سفارت ادعاګانو ته په ځواب کښې وویل تهران د اوکراین جنګ کښې د استفادې لپاره هیڅ لوري ته وسلې نه دي ورکړي.
څه موده کیږي چې اوکراین له امریکا او یوشمیر اروپايي هیوادونو سره یوځاې د خپل هیواد په جنګ کښې د ایران له بې پایلوته الوتکو د روسیې د استفادې کولو ادعا کوي.
ایران د اختلاف د ختمولو لپاره د دغه تور په هکله د اوکراین له چارواکو سره د کارپيژاندو په سویه غونډې کښې ګډون وکړ خو کي یف په دغه فني غونډې کښې له اوکراین سره په جنګ کښې د ایران له بې پایلوټه الوتکو څخه د روسیې د استفادې په هکله هیڅ ډول ثبوت وړاندې نکړ چې البته دا په خپله د دغه تور په بې اساسوالي بل دلیل دی.
په کویت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوې بیانیې کښې ټینګار وکړ له ایران څخه روسیې ته د وسلو د صادراتو په هکله د امریکا د شارډز افیر وینا کاملا بې اساسه ده.
دغه بیانیه وايي له لومړیو څخه د اوکراین د کړکیچ په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ معلوم دی او تهران د سیاسي لارو چارو ملاتړ کوي.