-
په ایران اسلامي جمهوریت کښې د مولوي عبدالواحد ټرور؛ اړخونه او هدفونه:-
Dec 10, 2022 13:03د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د تامین شورا د دسمبر د میاشتې په نهمه نیټه د خاش ولسوالۍ د امام حسین علیه السلام د جومات د جمعې امام او د اهل سنتو د یوه عالم مولانا عبدالواحد ریګي د ټرور او د شهادت خبر ورکړ.
-
دایران اوافغانستان ترمینځ د ۳۵۰ میلیون ډالروتجارت شوی دی
Dec 10, 2022 12:38ده همداراز څرګنده کړه چې په دې بهير کې افغان سوداګرو د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د ٣٥١ مليونو ډالرو په ارزښت توکي چې ډيزل او پټرول، مايع ګاز، سمنټو او بريښنا په کې شامل دي وارد کړي دي.
-
له بلوا او قانون ماتونې سره مخنیوونکې مقابله د حکومتونو مسئولیت دی
Dec 10, 2022 04:06د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د هیواد په کورنیو چارو کې د ځینو لوېدیځو هیوادونو د لاسوهنو په غندنې سره، جوته کړه: له بلواګرو او قانون ماتوونکو سره مخنیوونکې مقابله د حکومتونو نه انکارېدونکی مسئولیت بلل کیږي.
-
د ایران په شمال ختیځ کي د یوې ترهګرې ډلګۍ غړې نیول شوي
Dec 10, 2022 04:00د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواکونو اعلان وکړ چي په رضوي خراسان کې یوه ترهګره ډلګۍ نیولې ده.
-
د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنه، د جرمني د سفیر د احضارېدو لامل
Dec 10, 2022 03:56د ایران په داخلي چارو کې د جرمني د چارواکو د لاسوهنو او په ایران کې له بلواګرو او ناامنیو څخه د ملاتړ د د دوام په نتیجه کې، په تهران کې د جرمني سفیر احضار شو.
-
په افغانستان کې دامریکایانوشتون له جنګ اوماتې پرته بله بریا نه درلوده
Dec 10, 2022 10:46په افغانستان کې د امریکایانو شل کلن شتون د هغو لپاره له جنګ ، وینې بهونې او ماتې پرته بله بریا نده درلودلی ، ځکه چی د خپلو ادعاګانو په اپوټه د دغې سیمې له حقیقتونو او غوښتنو بی خبره وو .
-
ایران عربستان ته په سفرکې د چین د ولسمشر څرګندونو ته ځواب ورکړ
Dec 10, 2022 09:19چیني ملګري یاد ولرلې شي کله چی عربستان او امریکا په سوریه کی له داعش او القاعدې ترهه ګروډلو ملاتړ وکړ او په څاروی ډوله پوځی تیری سره یې یمن کنډواله کړ ، دا ایران وو چی له ترهه ګرو سره وجنګیده تر څو په سیمه کی ثبات اوامنیت ټینګ شی او ترهه ګرۍ ختیځ او لویدیځ ته ونه غځیږي .
-
بایکاټ اولاس وهنې ته ځواب ورکوو
Dec 10, 2022 08:26له دې مخکې د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعانی هم ټینګار کړی وو امریکایی چارواکو ته پته ده ایران تر دباو یا په ګواښ سره مزاکراتو او امتیاز ورکولو ته چمتو ندې ، موافقه خپل منطق لری او د برجام په مزاکراتو سره د ایران دریځ په بشپړه روښانه دې .
-
د عربستان اوچین په ګډې بیانیې اومطرح شویو ادعاګانو دایران غبرګون
Dec 10, 2022 12:10د یادولو ده د جمعې په ورځ له لوړ رتبه سعودی چار واکو سره د چین د ولسمشر له کتنو وروسته عربستان او چین یوه ګډه بیانیه خپره کړه چی په ځینو برخو کې یې د ایران پرضد ادعاګانې او له تهرانه غوښتنې مطرح شوي دي . په دغه ګډه بیانیه کې دواړو لورو دایټمی خبرواترو د احیا کولو په زمینه کې د لویدیځ کارړنګونو ته له اشارې پرته د ایران د ایټمی پروګرام د سوله ایز والې د تضمین لپاره د پیکنګ او ریاض د ګډوملګرتیاو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار شوې دې .
-
د ایران خارجه وزیر د بشري حقوقو په وړاندې د غربیانو په دوه ګوني چلند سختې نیوکې وکړې
Dec 10, 2022 04:07د ایران خارجه وزیر د ښځو او بشري حقوقو په زمینه کې د لوېدیځو په دوه ګوني چلند او د ایران په داخلي چارو کې په لاسوهونکو دریځ نیونو باندې په نیوکي سره، وویل: بلواګر او هغه کسان چي په ټرورونو کې لاس درلودل هرو مرو به د عدالت منګولو ته ور وسپارل شي.