د ایران د خارجه وزارت ویاند:
له بلوا او قانون ماتونې سره مخنیوونکې مقابله د حکومتونو مسئولیت دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د هیواد په کورنیو چارو کې د ځینو لوېدیځو هیوادونو د لاسوهنو په غندنې سره، جوته کړه: له بلواګرو او قانون ماتوونکو سره مخنیوونکې مقابله د حکومتونو نه انکارېدونکی مسئولیت بلل کیږي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعانی چافي وویل: لکه څرنګه چي د قانون پلي کول او د عامه امنیت تامینول د حکومتونو د مسئولیت یوه برخه بلل کیږي، همدغه شان په ټولنه کې له هر ډول قانون ماتونې، بلوا او ناامنه کوونکو فعالیتونو سره مخنیوونکې او کارنده مقابله هم د حکومتونو منجمله د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت دنده جوړیږي.
کنعانی زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو کورنیو اصولو او قوانینو په ړنا کې د ایران د ولس د حقوقو او د عامه نظم او امنیت په ساتنه کې خپل حق خوندي بولي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند جوته کړه: هغه حکومتونه چي په خپلو هیوادونو کې د خلګو له سوله ایزو مظاهرو سره، تاوتریخجن چلند کوي او په ښکاره توګه د اعتراض کوونکو د ځپلو امر ورکوي، د دې حق نه لري چي د قانوني مراجعو له لورې د امنیت د ساتلو په مخه تاوتریخوالو او قانون ماتونې سره په مقابله کې د اسلامي ایران په اقداماتو نیوکې او تبصرې وکړي.
کنعانی زیاته کړه: دغو هیوادونو په ښکاره توګه د نړیوالو اصولو په نقضولو سره، په مختلفو طریقو سره، د ایران په کورنیو چارو کې لاسوهنې کوي او د ښځو د حقوقو په پلمې سره، د ایران د ولس او ملی امنیت په ضد تاوتریخوالو ته خلګ لمسوي، خو وروسته بیا د ایراني ښاریزو د اندېښمن او دوست په بڼه کې ادعاوې مطرحوي.
هغه یادونه وکړه چي اکثره اروپایي هیوادونو د ایران په ضد د امریکایي رژیم د ظالمانه بندیزونو سره، د ملګرتیا د امله، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د ایران د ولس انساني او قانوني حقوق او حتی د ښاریزو د ژوند حق تر پښو لاندې کړي او په درملو باندې په بندیز سره، د زیاتو ایرانیانو د ژوند د بایللو سبب شوي او د ایراني ښاریزو قاتلین دي.
کنعانی تاکید وکړ چي د ایران ولس هیڅکله دغه ظالمانه اقدامات له یاده نه باسي او په دې باور دی چی امریکا او اروپا د دغو جنایاتو په وړاندې باید ځواب ویونکی ووسي.