د عربستان اوچین په ګډې بیانیې اومطرح شویو ادعاګانو دایران غبرګون
د یادولو ده د جمعې په ورځ له لوړ رتبه سعودی چار واکو سره د چین د ولسمشر له کتنو وروسته عربستان او چین یوه ګډه بیانیه خپره کړه چی په ځینو برخو کې یې د ایران پرضد ادعاګانې او له تهرانه غوښتنې مطرح شوي دي . په دغه ګډه بیانیه کې دواړو لورو دایټمی خبرواترو د احیا کولو په زمینه کې د لویدیځ کارړنګونو ته له اشارې پرته د ایران د ایټمی پروګرام د سوله ایز والې د تضمین لپاره د پیکنګ او ریاض د ګډوملګرتیاو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار شوې دې .
د اسلامی ایران د ولسمشر سیاسی مرستیال محمد جمشیدی په خپله ټویټر پاڼه کې عربستان ته دسفر په بهیر کې د چین د ولسمشر په څرګندونوغبرګون وښوده .
جمشیدی په ټویټرکې ولیکل چیني ملګري یاد ولرلې شي کله چی عربستان او امریکا په سوریه کی له داعش او القاعدې ترهه ګروډلو ملاتړ وکړ او په څاروی ډوله پوځی تیری سره یې یمن کنډواله کړ ، دا ایران وو چی له ترهه ګرو سره وجنګیده تر څو په سیمه کی ثبات اوامنیت ټینګ شی او ترهه ګرۍ ختیځ او لویدیځ ته ونه غځیږي .
د یادولو ده د جمعې په ورځ له لوړ رتبه سعودی چار واکو سره د چین د ولسمشر له کتنو وروسته عربستان او چین یوه ګډه بیانیه خپره کړه چی په ځینو برخو کې یې د ایران پرضد ادعاګانې او له تهرانه غوښتنې مطرح شوي دي . په دغه ګډه بیانیه کې دواړو لورو دایټمی خبرواترو د احیا کولو په زمینه کې د لویدیځ کارړنګونو ته له اشارې پرته د ایران د ایټمی پروګرام د سوله ایز والې د تضمین لپاره د پیکنګ او ریاض د ګډوملګرتیاو د پیاوړتیا په ضرورت ټینګار شوې دې . دواړو لورو له ایرانه وغوښتل د ایټمی انرژۍ له نړیوال اژانس سره ملګرتیا وکړي او این پی ټی تړون ته پایبنده ووسی . عربستان ته د چین د ولسمشر شی جین پینګ په سفر کې دواړو هیوادونو یوه ګډه بیانیه صادره کړه چی په یوه برخه کې له ایرانه غوښتل شوی دي د نورو هیوادونو په داخلي چارو کی دې لاس وهنه نه کوي . په دغه بیانیه کی همداراز د ښه ګاونډی توب اصل ته د ایران د درناوی په اهمیت ټینګار شوی دی .
خبره دریاض اوپیکنګ په ګډې بیانیې نه ختمیږي ځکه چی د هغې له خپریدا وروسته د چین ولسمشر د فارس خلیج د ملګرتیا شورا له مشرانو سره په ګډه غونډه کې یوه بیانیه لاسلیک کړه چی پکې په ایران نیوکه شوی ده . په دغه بیانیه کې ټینګار شوی دی چی د ایران او فارس خلیج د ملګرتیا شورا عربو هیوادونو اړیکی باید د ښه ګاونډیتوب له اصولو ، نه لاس وهنې ، د دغو هیوادونو مځکنی بشپړتیا ، ملی حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوې ، د ملګرو د ملتو د منشور او نړیوالو قوانینو په اساس په سوله ایزواوزارونو سره د شخړو اواری ، له ګواښ او زوره استفادې نه کول او د سیمه ایز او نړیوال ثبات او امنیت ساتلو د پیروۍ په اساس وی .
دغه ادعاګانې په داسې حال کی مطرح کیږی چی نه انکاریدونکي حقیقتونه د دغو ادعاګانو په اپوټه دي . لومړې دا چی ایران دایټمی اژانس په اعتراف او مختلفو راپورونو په اساس خپل سوله ایز ایټمی پروګرام د پوځی هدفونو په لور ندې منحرف کړی چی د ایټمی اژانس مشر په وروستیو کې یو ځل بیا په دغې موضوع ټینګار درلودلې دې . دا خبره د دې ښودنه کوی د پیکنګ او ریاض په بیانیه کې د مطرح شویو ادعاګانو په اپوټه تهران د خپل ایټمی پروګرام د پوځی کولو هیڅ نیت نلری . د دې په ترڅ کې چی چین د ۴+۱ ډلې د یوه غړی په توګه تل له دې مخکې د ایران د ایټمی پروګرام د سوله ایز والی خبره کړی ده او له هغه یې ملاتړ اعلان کړی وو .
بله مهمه مسله چی د عربستان اوچین په ګډه بیانیه کی مطرح شوی ده ، د ګاونډیانو په داخلی چاروکې په لاس وهنې د ایران غیرمستقیم ډول تورنول او یوډول د ښه ګاونډیتوب سیاست نه درلږدل دي . دا مسله هم له اساسه ناسمه ده . په حقیقت کی عربستان د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د ځینو نورو هیوادونو په څنګ کې په ۲۰۱۱ کال کی په سوریه کی د ناارامیو له پیلیدا وروسته د عربی اولویدیځ ایتلاف په چوکاټ کې د ترکیې په ملګرتیاسره په سوریه کی ترهه ګرې ډلې په ډول ډول وسلو سنبالې او د سوریې په خلکو اوږد خوناکامه جنګ وتپل . په داسې حال کی چی ایران د خپلو متحدانو ترڅنګ هماغه ډول چی ښاغلی جمشیدی ورته اشاره کړی ده ، په عراق او سوریه کی د سعودیانو او ځینو نورو هیوادونو ملاتړوړ ترهه ګرۍ سره په خپل ټول توان سره وجنګیده او هغې ته یې ماته ورکړه . همداراز سعودی عربستان له اماراتو سره یو ځای د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهیسې د یمن پرضد خونړې جنګ بیل کړی چی نتیجه یې د یمن د لسګونو زره خلکو د وژل کیدا ، ژوبلیدا او ددغه هیواد د بیخ بینایو د تباه کیدا سبب شوی دی چی دا چاره د ریاض د جنګ غواړی او لاس وهونکی سیمه ایز سیاست ښودنه کوی . دغه ټول مسایل ښی چی د ایران اقدامات که هغه په ایټمی مسله کې دي که سیمه ایزو سیاستونو کې په سم اساس او منطق ولاړ دي او تهران پرضد مطرح شوی ادعاګانې په بشپړه بی اساسه دي .