دایران اوافغانستان ترمینځ د ۳۵۰ میلیون ډالروتجارت شوی دی
ده همداراز څرګنده کړه چې په دې بهير کې افغان سوداګرو د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د ٣٥١ مليونو ډالرو په ارزښت توکي چې ډيزل او پټرول، مايع ګاز، سمنټو او بريښنا په کې شامل دي وارد کړي دي.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند وايي د روان کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ څه د پاسه ۳۵۰ میلیونه ډالره سوداګري شوې اوطالبان هڅه کوي چې د افغانستان او ایران تر منځ تجارتي اړیکې پراخې کړي.
افغان غږ خبری آژانس راپور ورکوی د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد څرګنده کړه چې افغانستان د ۱۴۰۱ کال په لومړیو شپږو میاشتونو کې د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي د ایران اسلامي جمهوریت ته صادر کړي دي.
ښاغلي جواد زیاته کړه، طالبان په ځانګړې توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي چې صادرات زیات کړي او د روان کال تر پایه به ایران ته د صادراتو کچه د تېرو کلونو په پرتله زیاته شي.
ده همداراز څرګنده کړه چې په دې بهير کې افغان سوداګرو د ايران له اسلامي جمهوريت څخه د ٣٥١ مليونو ډالرو په ارزښت توکي چې ډيزل او پټرول، مايع ګاز، سمنټو او بريښنا په کې شامل دي وارد کړي دي.
له بلې خوا د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سید حسن مرتضوي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې وخت رارسېدلی دی.
سید حسن مرتضوي هم ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.