-
د ایران فیصلې د امریکا پر انتخاباتو اغیزې شیندي
Sep 07, 2022 02:09سردار حسین سلامي د هیواد دپوهنتونونو د بسیجي استازانو په یوه سمینار کې چې پرون ترسره شوی ووئیل، امریکا هره هغه نقشه چې ئې لري، په سیمې کې ئې نشي پلی کولی،اوپه یقین سره پخپلو نقشو کې ماته خوري.
-
بهرنی حسینی زیارتوال دې فی الحال د ایران پولوته مراجعه نه کوي
Sep 07, 2022 01:01پاکستاني او افغانستاني زیارتوال دې دمونږ له پولو دتیریدا لپاره فی الحال مراجعه نه کوي او هغه کسان چې له څو ورځو راهسې دپولو تر شا پاتې دي ، بیرته دې وګرځي څو په دې باب له عراقي مسئولانو سره موضوع حل کړائ شي.
-
د ایران سیاست دلاتینی امریکائي هیوادونو سره دملګرتیا زیاتیدا دی
Sep 07, 2022 00:48مونږ تیار یوو ، له ونزویلا سره اړیکې په ټولو حوزو کې په تیره بیا په تجارتي ،انرژۍ ، ټيکنالوجیکي ،علمي اودفاعي حوزو کې پراخې کړو.
-
د ایران د دفاع وزیر مرستیال د اذربایجان جمهوریت ته په سفر تللی دی
Sep 06, 2022 11:38په اذربایجان جمهوریت کې د دفاعي صنایعو په نندارتون کې ګډون او د دې هیواد له چارواکو سره لیده کاته باکو ته د ایران د دفاع وزیر د مرستیال د سفر د اهدافو څخه دي.
-
ایران د ویانا په مذاکراتو کې شک او شبهې نه قبلوي
Sep 06, 2022 10:41په ویانا کې د ایران د مذاکراتي تیم سلاکار تاکید وکړ چي ایران د ویانا په مذاکراتو کې شک او شبهې نه قبلوي.
-
د ایران اوافغانستان ځینې ورځپاڼۍ
Sep 06, 2022 10:19د ایران د خارجه وزارت ویندوې وایی په مزاکراتو کې د ایران لپاره مهم اصل د تضمین ترلاسه کول دي
-
د ایټمي خبرواترو پر سست بهیرخپګانونه،او د ابهاماتو د ختمیدا پرضرورت د ایران ټینګار
Sep 06, 2022 09:49د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل په دوشنبې ماښام د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دخلاف ورزي کونکي په توګه امریکاته له اشارې پرته ووئيل،دتیر وخت په نسبت دجامعې نړیوالې ايټمي موافقې داحیاء لپاره په ویانا کې د موافقې ترلاسه کیدا ته لا کم هیله مند دی،دایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ایټمي موفاقې په سر نظرونه د نزدکیدا په ځاي د لیریکیدا په حال کې دي.
-
اسلامي ایران د کابل پرونۍ بم چاودنه په کلکه وغندله
Sep 05, 2022 23:04زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د روسیې د سفارت د کنسولي برخې په بهرنۍ محوطې باندې ترهګره حمله چې د ماسکو د سفارت د دوو غړیو او د افغانستان د یوشمیر ښاریزو د وژل کیدا سبب شوه په کلکه وغندله.
-
سمندري امنیت او ارامښت د ایران پیغام دی
Sep 06, 2022 01:32زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي وویل سمندري امنیت او ارامښت د سیمې ملتونو او حکومتونو ته د ایران سټراټيژیک پیغام دی.
-
امریکاپه بې مورده خنډجوړولو سره دانرژۍ نړیوالې بيّې زیاتوي
Sep 05, 2022 11:13د ایران د ایټمی مرکچي ټيم سلاکار په یولړڅرګندونو کې ووئيل،امریکا له ایران سره په ایټمی خبرواترو کې د څومبهمو کلمو پر سر په بې مورده خنډ جوړلو سره د انرژۍ نړیوالې بیّې زیاتوي .