د ایران اوافغانستان ځینې ورځپاڼۍ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120656-د_ایران_اوافغانستان_ځینې_ورځپاڼۍ
د ایران د خارجه وزارت ویندوې وایی په مزاکراتو کې د ایران لپاره مهم اصل د تضمین ترلاسه کول دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2022 10:19 Asia/Kabul
  • د ایران اوافغانستان ځینې ورځپاڼۍ

د ایران د خارجه وزارت ویندوې وایی په مزاکراتو کې د ایران لپاره مهم اصل د تضمین ترلاسه کول دي

 

کیهان

نوموړي ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو تر څنګ دایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان دغه خبره هم راخیستی ده چی ویبلی یې دي د یمن انساني کلابندۍ  دې ختمه شي .

د شین هوا خبري اژانس وایی د امریکا بدماشۍ د ویانا مزاکرات اوږده کړی دي .

اسراییل هیوم لیکلی دي ، دریمه انتفاضه پیل شوی ده .

د ایران د خارجه وزارت ویندوې وایی په مزاکراتو کې د ایران لپاره مهم اصل د تضمین ترلاسه کول دي . ورځپاڼه په دې زمینه کی لیکی چی ښاغلی ناصر کنعانی د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو دلغوه کولو دخبرو اترو  د ترټولو وروستي بهیر په باب  ووئیل، ایران ددې لپاره چې دبندیزونو دختمولو ا و د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د خبوراترو سره په ارتباط کې خپل مسئولانه اوژمن رول  ولوبوي، خپلې لیدتوګې ئې په دې زمینې کې بیا  د د خبرواترو غږملونکي ته  منتقلې کړي او په دې ارتباط ،د مقابلو لورو او په تیره بیا دامریکائي حکومت د ځواب دترلاسه کولو په تمه  دی.

ورځپاڼه لیکی د ایران د خارجه وزارت ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې په خبرواترو کې د  خارجه وزارت ترټولو مهم فرمان دضمانت اخستل دي ووئیل؛ هره موافقه او پيښه  چې وشي ،که کوم تضمین نه وي ،نو د خلاف ورزۍ ئې بیا امکان شته دی.

 هغه په دوام کې د ایټمي انرژۍ له نړیوال آ ژانس  سره  دملګرتیا د دوام په باب  ددې خبرې په کولو سره چې  د ۲۰۱۵کال په جمع بندۍ کې د ایران دایټمی فعالیتونو سوله ایز ماهیّت او د جامعې نړیوالې ایتمی موافقې ترسره کیدا تاظيد شوه ،روښانه کړه ، دتضمین موضوع دوه دلیلونه لري،یوه وجه ئې دبندیزونو دلغوه کیدا تضمین  دی څو ایران په بشپړ ډول له اقتصادي ګټو برخمن شي او بل بحث له سیاسی چلنده دایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس لیرې ساتل دي،ځکه  دا موضوع د خنډونو د رامینځةکیدا سبب کیږي.د ایران د خارجه وزارت ویندوي  د اوکراین برحان او د انرژۍ په زمینې کې  د اروپایانو مشکلاتو ته په اشارې سره  ووئیل، که په ویانا کې موافقې ته ورسیږو،نو ایران داروپائی هیوادونو لپاره د انرژۍ دتامین  یو لوي ظرفیّت کیدلی شي.

جمهوری اسلامي

د اسلامی ایران ولسمشر سید ابرهیم رییسی د کرهڼې د نوی کال د پیلیدا په مراسمو کې د هیواد له ۱۷۱ بیلګه کروندګرو ستاینه وکړه .

نوموړی ورځپاڼۍ همداراز  په خپل لومړی مخ د احمدمسعود انځور خپور کړې دې او د هغه له قوله یې لیکلی دی چی طالبانو افغانستان د کاڼې وخت ته ستون کړی دی . د افغانستان د طالبانو د حکومت د مخالفانو د ډلې مشر احمد مسعود د پراخ بنسټه ولسي حکومت په جوړیدا ټینګار وکړ.

احمد مسعود د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کښې وویل حاضردمه له شلو کلونو وروسته په افغانستان کښې د جایز حکومت د جوړولو لپاره تر ټولو ښه فرصت رامینځته شوی دی او ښه خبره دا ده چې په هیواد کښې موقته حکومت جوړ شي او که چیرې د خلکو غوښتنه د طالبانو د حکومت دوام وي په دې بڼه کښې به زه هم دغه غوښتنه ومنم.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ټینګار وکړ زه به یوازې هغه حکومت ومنم چې د افغانستان د خلکو له ارادې او غوښتنه څخه رامینځته شوی وي.

احمد مسعود په دوام کښې په روان کال کښې د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره د خپلې کتنې له ځینو جزیاتو پرده پورته کړه او دغه خبره یې ایشوا کړه چې د دغه کتنې په وخت امیر خان متقي ما ته د طالبانو په حکومت کښې د وزارت راکولو وړاندیز کړی و خو ما دغه وړاندیز رد کړی دی.

احمد مسعود وویل ما د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي ته په کتنې کښې ویلي چې زه په شخصي ګټو پسې نه یم بلکې یوازې د خلکو د ازادۍ لپاره د مبارزې په حال کښې یم.

د افغانستان ملي ملي مقاومت جبهه د طالبانو د حکومت د روا والي په ردولو سره وايي چې د پراخ بنسټه حکومت تر جوړیدا پورې به له طالبانو سره وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي .

لیز تراس د انګلستان نوی لومړۍ وزیره شوه .

په کابل کې د روسیې د سفارت په خوا کې چاودنې مرګ ژوبله اړولی ده .

کابل ورځپاڼۍ

کلید

په کابل کې د روسیې قونسلي خدمتونه ځنډول شوي . وروسته له هغه چې تېره ورځ په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګی برید وشو، یاد سفارت په افغانستان کې خپل قونسلي خدمتونه د لنډ وخت لپاره ځنډولي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ له غرمې وړاندې د روسیې سفارت مخې ته ځانمرګی برید وشو چې د دغه سفارت د دوو کارمندانو په ګډون په کې څلور تنه ووژل شول. یاد برید د ګڼ شمېر هېوادونو له غبرګونونو سره مخ شو. د دغه برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره ۶۱۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا شته.

یادې ادارې تېره ورځ په خپاره کړي راپور کې ویلي، د ژمي په رارسېدو سره په راتلونکو درېیو میاشتو کې د اړمنو کسانو لپاره د سرپناه چمتو کولو، بیا رغولو، ګرمو جامو او کمپلو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د هوا له سړېدو او د لارو تر بندېدو وړاندې باید مرستندویه بنسټونه له افغانانو سره مرستو ته چمتوالی ولري.

اوچا یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و، په افغانستان کې د ژمي تر را رسېدو وړاندې په بېړني ډول ۱۷۲ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال «مارټین ګریفټس» د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې ویلي چې اوس مهال په افغانستان ۱۹ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي چې شپږ میلیونه یې بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.

اسلامي امارت وايي، د روان کال د سنبلې تر ۱۲مې نېټې په کابل کې درې زر او ۴۸ سوالګر راټول شوي دي. د رییس الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، له دغو سوالګرو څخه دوه زره او ۱۰۹ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته ۶۲۹ اړمنې او یو زر او۴۸۰ نورې حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

دغه راز ۲۸۳ نارینه او ۶۵۶ ماشومان هم په کې شامل دي.

د خبر پاڼې له مخې، په نارینه وو کې ۶۰ او په ماشومانو کې بیا ۲۶۹ اړمن او پاتې نور کسبي سوالګر دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ټول اړمن سوالګر د سرې میاشتې ټولنې ته لېږل شوي چې د مسوولو ادارو له خوا ورسره لازمې مرستې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت مشر ملا هبت الله اخندزاده د سوالګرو راټولولو فرمان ورکړی و.

مسیر

مسکو او کابل د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی . مسکو او کابل د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې د روسیې سفارت ته څېرمه پرونی برید غندلی شوی او دواړو لورو ټینګار کړی چې ورته پېښې به د افغانستان او روسیې اړیکې ترینګلې نه کړي. متقي ویلي چې دی له روسیې سره د خپلې خواخوږۍ مراتب شریکوي او په وینا یې ددغه پېښې په اړه به هر اړخیزې او دقیقې څېړنې ترسره کېږي. لاوروف هم په دې مکالمه کې ویلي چې د پېښې له افغان قربانیانو سره خپله خواخوږي شریکوي او په خبره یې دا د نړیوالو ترهګرو کړیو کار دی چې پر وړاندې به یې ګډه مبارزه ادامه ولري.