اسلامي ایران د کابل پرونۍ بم چاودنه په کلکه وغندله
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د روسیې د سفارت د کنسولي برخې په بهرنۍ محوطې باندې ترهګره حمله چې د ماسکو د سفارت د دوو غړیو او د افغانستان د یوشمیر ښاریزو د وژل کیدا سبب شوه په کلکه وغندله.
هغه پرون په کابل کښې د روسیې د سفارت د دوو غړیو له کورنیو او د ماسکو له حکومت او دغه راز د افغانستان د وژل شویو کسانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په ښودلو سره د کابل په چارواکو غږ وکړ چې په افغانستان کښې د ډيپلوماټیکو ځایونو او د سفارتونو د امنیت د تامینولو په هکله لا جدي تدبیرونه غوره کړي.
په کابل کښې د روسیې سفارت ته نږدې پرون په ترهګرۍ بم چاودنې کښې کابو شل کسان مړه او ژوبل شوي وو.
د روسیې خارجه وزارت په کابل کښې د خپل سفارت د دوو ډیپلوماټانو وژل کیدل تائید کړي دي.