سمندري امنیت او ارامښت د ایران پیغام دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي وویل سمندري امنیت او ارامښت د سیمې ملتونو او حکومتونو ته د ایران سټراټيژیک پیغام دی.
هغه پرون د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواک د کشتیو د دفاعي او د تخصصي تجهیزاتو د الحاق په دستورو کښې چې د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د پوځ د نورو چارواکو او د حکومتي مسوولانو په ګټون سره په بندر عباس کښې وشوې وویل د ایران اسلامي جمهوریت منطق برابري او د ټولو ملتونو د برخلیک د حق په رسمیت پیژندل دي.
حسین سلامي په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت دښمانانو کلونه کلونه هڅه کړي ده چې په سیاسي انزوا او اقتصادي کلابندۍ سره د ایران د پرمختګونو مخه ونیسي وویل دښمن تل په ټوله اسلامي دنیا کښې د ایران د اسلامي انقلاب د نظریې د نفوذ د حذفولو په حال کښې و او دی او د ایران د قدرت د محدودولو، د تکفیر ښکارنده ، د ترهګرۍ خپرول او د نورو په استازي توب جنګونه یې په خپلو ورانونکو او مخربو سیاستونو کښې شامل کړي دي.
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي په دې خبرې سره چې د فارس خلیج سیمې ځینې عرب هیوادونه داسې فکر کوي چې صهیونیسټ رژیم کولای شي د امریکا د نشتون خلا ډکه کړي وویل دا یو ماتي خوړلی سیاست دی.
هغه په لویدیځې اسیا سیمې او اسلامي هیوادونو کښې د صهیونیسټ غاصب رژیم د نه زغملو د شتون په هکله په خبرداري سره وویل صهیونیسټ رژیم داسې ونه ده چې جرړه نلري او د دې جوګه نه ده چې په نورو ټاټوبو کښې یې څانګې وده وکړي.