-
خبرې اترې د مذاکراتو لپاره نه بلکې د ښې موافقې لپاره کوو
Feb 23, 2022 02:45د ایران خارجه وزیر وايي، په ویانا کښې مونږ یوازې د مذاکرې لپاره خبرو ته نه یو ناست بلکې زمونږ هدف یوې ښې موافقې ته رسیدل دي
-
د سیمې په هیوادونو کښې موجود ظرفیتونه باید راژوندي شي
Feb 23, 2022 02:15د ایران ولسمشر ټینګار وکړ، هغو زیاترو وړتیاؤ ته چې په اسلامي ایران، د سیمې په هیوادونو، مسلمانو او ګاونډي هیوادونو کښې موجودې دي ډیره لږه پاملرنه شوې ده او دغه ظرفیتونه باید احیا او راژوندي شي
-
که لويديځ لورے حقيقت پسندانه چلند وکړي نو وروستۍ موافقې ته رسېدې شوو
Feb 23, 2022 08:30د ايران خارجه وزير وويل، که لويديځ لورے وغواړي له هغه څه سره چې په ويانا کښې په مېز پراتۀ دي حقيقت پسندانه چلند وکړي نوپه څو ساعتو کښې د وروستۍ موافقې مرحلې ته رسېدې شوو.
-
د ايران او پاکستان د پوله ايزو مبادلاتو په آسانتيا د ايران تاکيد
Feb 23, 2022 08:02د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر وويل: د ايران او پاکستان چارواکو په تېرو څلوېښتو کلونو کښې له يو بل سره راشه درشه لرلې ده چې دا چاره د ملتونو او حکومتونو د نزدې تعلقاتو د ژوروالي ښودنه کوي.
-
د ایران او د قطر د اړیکو د پراخولو لپاره جدي هوډ شته
Feb 22, 2022 07:54زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په قطر کښې له دیره ایرانیانو سره په کتنه کښې ټيڼګار وکړ د تهران او د دوحې د اقتصادي او د تجارتي اړیکو د پراخولو لپاره جدي اراده شته .
-
ایران د ویانا له خبرو پرته بندیزونه له ماتي سره مخ کړي دي
Feb 22, 2022 11:31ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران د ولسمشر د اقتصادي چارو مرستیال محسن رضايي وویل د ایران حکومت د ضرورت وړ د ډالرو د واردولو په شمول د بیلابیلو تدبیرونو په غوره کولو سره د ویانا په خبرو باندې له تکیې کولو پرته د بایکاټونو سرحد مات کړ .
-
اروپا باید د افغانستان د کډوالو په هکله په ژمنو عمل وکړي
Feb 22, 2022 08:45زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د مهاجرینو او د خارجیانو د چارو په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې په ایران کښې د افغانستان له کډوالو په ملاتړ کښې په خپل نړیوال مسئولیت عمل وکړي .
-
د اوکراین کړکیچ یوازې په خبرو اترو سره حل کیدلای شي
Feb 22, 2022 08:30زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوکراین بدلونونو ته په غبرګون کښې دواړه لوري له هر هغه اقدام څخه چې په اوکراین کښې د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي ډډه کولو ته وروبللې .
-
اروپا دې دافغان پناغواړو په ملاتړ کې پخپل مسئولیّت عمل وکړ ي
Feb 22, 2022 03:58،له پناه غواړو څخه په ملاتړ کې د اروپا له خوا مسئولیّت منل د ایران دا سلامی جمهوریت د حکومت یوه جدي تمه ده .
-
ایران او قطر په درستو زمینو کې اړیکې لاپراخوي
Feb 22, 2022 01:27اسلامی ایران تل د قطر پشمول د سیمې د درستو هیوادونو لپاره یو ریښتونی اود وست ګاونډی دی او ددغې ادعا د اثبات لپاره تر ټولو څرګند مصداق د فلسطین دمظلوم ملت له حقوقو د ایران همیشنی ملاتړ دی .