اروپا باید د افغانستان د کډوالو په هکله په ژمنو عمل وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i112590-اروپا_باید_د_افغانستان_د_کډوالو_په_هکله_په_ژمنو_عمل_وکړي
زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د مهاجرینو او د خارجیانو د چارو په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې په ایران کښې د افغانستان له کډوالو په ملاتړ کښې په خپل نړیوال مسئولیت عمل وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2022 08:45 Asia/Kabul
  • اروپا باید د افغانستان د کډوالو په هکله په ژمنو عمل وکړي

زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو د وزارت د مهاجرینو او د خارجیانو د چارو په اروپايي هیوادونو غږ وکړ چې په ایران کښې د افغانستان له کډوالو په ملاتړ کښې په خپل نړیوال مسئولیت عمل وکړي .

د ایران د  کورنیو چارو د وزارت د خارجي مهاجرینو او د ښاریزو د چارو مسئول صادق رضا دوست په تهران کښې د افغانستان په چارو کښې د بریتانیا له ځانګړي استازي نایجل کیسي او ورسره پلاوي سره په کتنه کښې وویل ایران د پناه غواړو یو اصلي ملاتړی دی او له مشکلاتو او د یواړخیزه او ظالمانه بایکاټونو سره سره یې خارجي مهاجرینو او ښاریزو او پناه غواړو ته ارزښمن خدمات وړاندې کړي دي .

رضا دوست د پناه غواړو په مشکلاتو باندې غور کول نړیوال مسوولیت وباله او ویې ویل له پناه غواړو په ملاتړ کښې د اروپا د مسوولیت منل د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت جدي  هیله ده .

هغه وویل د افغانستان په بدلونونو پسې د ایران په سرحدي ولایتونو کښې د پناه غواړو د موقته او د بیړني هستوګن کولو لپاره تدبیرونه او سریزې  اټکل شوي خو د دغو کډوالو د مرستو،  خوراک ، لباس ، روغتیا ، درملنې ، واکسیناسیون او د هغوې ساتلو ته اړونده لګښتونه په زیاتیدا دي .

د افغانستان په چارو کښې د انګلستان ځانګړي استازي نایجل کیسي هم په دغه کتنه کښې د ایران له خدماتو او ملاتړونو په مننې سره وویل د پناه غواړو د مشکلاتو د حل کولو او د دوې لپاره د ضرورت پیسو د تامینولو لپاره به خپله ټوله هڅه وکړي .