خبرې اترې د مذاکراتو لپاره نه بلکې د ښې موافقې لپاره کوو
د ایران خارجه وزیر وايي، په ویانا کښې مونږ یوازې د مذاکرې لپاره خبرو ته نه یو ناست بلکې زمونږ هدف یوې ښې موافقې ته رسیدل دي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې سره چې د ټرمپ د حکومت له ټولو هلوځلو او بندیزونو سره سره ایران یوازې پاتې نه شو، وویل: په ویانا کښې مونږ یوازې د مذاکرې لپاره خبرو ته نه یو ناست بلکې زمونږ هدف یوې ښې موافقې ته رسیدل دي
حسین امیر عبداللهیان تیر ماښام له یورو نیوز سره په مرکه کښې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ممکنه ده په رڼه او مختصره توګه ووایئ د ایران له خوا د برجام د مذاکراتو په بهیر کښې له جدّیت نه مو مطلب څه دی؟ زیاته کړه: مونږ ویانا ته یوازې د مذاکرې لپاره د مذاکرې په موخه نه یو تللي بلکې یوې ښې موافقې ته د رسیدو لپاره د خبرواترو په موخه تلي یو او باور لرو چې هیڅکله موافقې ته دومره نه وو نزدې شوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې که نن لویدیځ لوری وغواړي د ویانا په مذاکراتو کښې حقیقت پسندانه چلند ولري نو یوازې په یو څو ساعتونو کښې د فاینل موافقې مرحلې ته رسیدې شو، په دې وجه زمونږ له نظره د وخت ټاکل د لویدیځې خوا په لاس کښې دي او د هغوي په واقع بینۍ او د عمل په نوښت پورې اړه لري.