د سیمې په هیوادونو کښې موجود ظرفیتونه باید راژوندي شي
د ایران ولسمشر ټینګار وکړ، هغو زیاترو وړتیاؤ ته چې په اسلامي ایران، د سیمې په هیوادونو، مسلمانو او ګاونډي هیوادونو کښې موجودې دي ډیره لږه پاملرنه شوې ده او دغه ظرفیتونه باید احیا او راژوندي شي
د ایرنا د خبر له مخې آیت ا... ډاکټر سید ابراهیم رئیسي پرون قطر ته د خپل سفر په دوران کښې د ایران او قطر د اقتصادي فعالانو او سوداګرو سره په تخصصي ناسته کښې وویل: د ایران بهرنې سیاست له ګاونډیانو سره د اړیکو په پراختیا باندې ولاړ دی او باوري یو چې په ګاونډي هیوادونو کښې ډیر ظرفیتونه شته چې باید ګټه ترې واخیستې شي.
د اسلامي ایران ولسمشر د قطر له امیر سره خپلو مذاکراتو ته په اشارې سره وویل: په دغو خبرواترو کښې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وشه. دواړو لورو وویل چې اړیکې باید پراختیا ومومي او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجاري، اقتصادي او د سیاحت او کلتوري اړیکو کچه لوړه شي.
ولسمشر رئیسي د قطر تاجرانو ته په خطاب کښې وویل: په ایران کښې د پانګونې زمینه موجوده ده او دغه پانګونه هم د دواړو هیوادونو د مسئولانو د توجه وړ ګرځیدلې ده.
له ګاونډیانو او د سیمې او ملګرو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا د ولسمشر ابراهیم رئیسي د حکومت د بهرني سیاست وړومبیتوب اعلان شوی دی.