-
د امريکې او لويديځوالو د بدقوليو په اړه د ملګرو ملتو مشر ته د ظريف خط
Jul 30, 2021 09:06د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د ملګرو ملتو مشر ته په يو خط کښې د امريکې او لويديځوالو بدقولۍ بيان کړې.
-
قاليباف د نړۍ سياسي او مذهبي شخصيتونو ته د غدير خُم د اختر مبارکي وويله
Jul 30, 2021 08:21د ايران د اسلامي اسلامي شورا د جرګې مشر په خپلو بيلا بيلو پېغامونو کښې د نړۍ د اهلبېتو (ع) پېروکارو سياسي او مذهبي شخصيتونو ته د غدير خم د اختر مبارکي وويله.
-
د افغانستان کړکیچ د ټولو قومونو په خبرو سره حل کیږي
Jul 30, 2021 00:18اوا خبري اژانس وايي د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمید شهریاري د افغانستان د لویدیځ د علماو د شورا له مشر مولوي خداداد صالح سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې جنګ مناسب انتخاب نه دی وویل د طالبانو په زیات غوښتنې سره مسله نه حل کیږي او د ټولو قومونو او ښکلیو لورو په شتون سره خبرې اترې د افغانستان د کړکیچ حل لاره ده .
-
محمد سرور رجايي د ایران او د افغانستان د دوستۍ سرچینه و
Jul 30, 2021 00:50ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي ارشاد او د کلتور وزیر سید عباس صالحي د افغانستان د شاعر او د لیکوال محمد سرور رجايي د مړینې په پیغام کښې ولیکل د اوسمهاله فارسۍ ژبې دغه مشهور شاعر او لیکوال د خیر او برکت او د ایران او د افغانستان د شاعرانو او د لیکوالانو ترمینځ د دوستۍ او د راشه درشه د رامینځته کولو سرچینه و .
-
له اقتصادي جنګ سره د مقابلې لار د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو زياتول دي
Jul 29, 2021 08:25د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر وويل: له اقتصادي جنګ سره د مقابلې لار د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د تعلقاتو زياتول دي.
-
په يوه ورځ کښې د سلګونو کيلوميټړه رېلوے ارتباطي پروژې پرانېسته وياړمنه ده
Jul 29, 2021 11:43د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په يوه ورځ کښې د سلګونو کيلوميټړه رېلوے ارتباطي پروژې پرانېسته وياړمنه چاره وبلله او وې ويل، رېل د مسافرو او بار د وړلو راوړلو لباره ترټولو غوره ارتباطي لار او ذريعه ده او په دې حکومت کښې د لارو، لويو لارو، رېل پټلۍ او بندرونو په برخو کښې ډېر ستر او مهم اقدامات ترسره شوي دي.
-
د ایران په جنوبي پولو کې دترهه ګروستره دسیسه شنډه شوه
Jul 29, 2021 02:50د قدس دغونډ داطلاعاتي اقداماتو پسې،ددغه غونډ مبارزان بریالي شوي،د سراوان په حدودو کې د ترهه ګرو زیات شمیر وسلې،چاودیدونکي توکي ډول ډول تمانچې او کلاشنکفونه کشف او ضبط شوي دي .یوې ترهه ګرې ډلې نیّت درلود چې دغه وسلې او سازوسامان د سیمې دناکراراه کولو لپاره وکاروي ،چې د قدس غونډ د مبارزانو په هوښیارۍ او ځیرتیا سره د ترهه ګرو اقداماتو په اجرا کې دغه ترهه ګر ناکام پاتې شوي دي .
-
په لویدیځ باندې اعتماد ګټه نه لري
Jul 28, 2021 09:58د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دولسم حکومت د فعالیت په وروستیو ورځو کښې د ولسمشر او د هغه د کابینې د غړو په کتنه کښې ټینګار وکړ: بیخي نه دي پکار چې کورني پروګرامونه د لویدیځ ملګرتیا ته اټال او ورپورې شرطمن کړی شي.
-
د ایران او اذربایجان جمهوریت خارجه وزیرانو خبرې وکړې
Jul 28, 2021 01:34د ایران خارجه وزیر ښاغلی ظریف له خپل اذربایجانی همڅنګ بایراموف سره په ټیلی فونی خبرو کې د دوه اړخیزه موضوګانو په اړه د نظر تبادله وکړه
-
د ایران د منتخب ولسمشر د لوړې مراسم د زمري په ۱۴ ترسره کیږي
Jul 28, 2021 07:38د ایران د اسلامي جمهوریت د منتخب ولسمشر د لوړې مراسم به د روانې زمري د میاشتې په څوارلسمه نیټه ترسره شي.