محمد سرور رجايي د ایران او د افغانستان د دوستۍ سرچینه و
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي ارشاد او د کلتور وزیر سید عباس صالحي د افغانستان د شاعر او د لیکوال محمد سرور رجايي د مړینې په پیغام کښې ولیکل د اوسمهاله فارسۍ ژبې دغه مشهور شاعر او لیکوال د خیر او برکت او د ایران او د افغانستان د شاعرانو او د لیکوالانو ترمینځ د دوستۍ او د راشه درشه د رامینځته کولو سرچینه و .
د ایران د اسلامي ارشاد او د کلتور د وزیر سید عباس صالحي د تسلیت د پیغام په متن کښې ویل شوي دي ایران کلونه کلونه کیږي چې د افغانستان د د ګڼ شمیر همزبانه ګرانو شاعرانو او لیکوالانو کوربه دی او دغه کوربه توب او یوزړه توب بې شکه د دواړو هیوادونو د ادبیاتو اوږه په اوږه ودې کښې اغیز لرلی دی .
د افغانستان شاعر او لیکوال محمد سرور رجايي چې اوه (۷)ورځې کیږي د تهران په میلاد روغتون کښې په کورونا ویروس د ککړیدا په وجه بستري و پرون سهار د دغه ناروغۍ له کبله په دوه پنځوس (۵۲) کلنۍ کښې وفات شو روح یې ښاد وي .