د افغانستان کړکیچ د ټولو قومونو په خبرو سره حل کیږي
اوا خبري اژانس وايي د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمید شهریاري د افغانستان د لویدیځ د علماو د شورا له مشر مولوي خداداد صالح سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې سره چې جنګ مناسب انتخاب نه دی وویل د طالبانو په زیات غوښتنې سره مسله نه حل کیږي او د ټولو قومونو او ښکلیو لورو په شتون سره خبرې اترې د افغانستان د کړکیچ حل لاره ده .
هغه ټینګار وکړ د افغانستان د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د ټولو قومونو په ګډون سره د خبرو اترو ترسره کیدل دي .
د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د نړیوالې ټولنې مشر حجت الاسلام و المسلمین حمید شهریاري په افغانستان کښې د جنګ په ختمیدا او د سولې په ټینګیدا باندې ټینګار سره هیله وکړه زر تر زره دغه جنګونه پاې ته ورسیږي او په خبرو اترو سره یوې (۱) پایدارې سولې او داسې امنیت ته چې د افغانستان د خلکو په شان کښې دی ورسیږو .
هغه له افغانستانه د امریکا د عسکرو وتلو ته په اشارې سره زیاته کړه دغه شرمونکی اقدام ستره بریا ده او باید له دغه فرصته استفاده وکړو او ښکیلې لورې باید فکري بلوغت ته ورسیږي چې په جنګ سره ستونزه نه حل کیږي او که چیرې په جنګ سره مشکل حل کیدلی نو امریکا ، شوروي او بریتانیا به په افغانستان کښې بریالي کیدل .
حمید شهریاري ټینګار وکړ طالبان د افغانستان د واکمنۍ برخه ده او ټول باید پوه شي چې په زیات غوښتنې سره مشکل نه حل کیږي .
په دغو ټيلي فوني خبرو کښې د افغانستان د لویدیځ د علماو د شورا مشر مولوي خداداد صالح په ده باندې د وهابیانو بریدته په اشارې سره وویل زمونږ مبارزه د اسلام لپاره او د اسلام په لاره کښې ده کوم چې یو(۱) ډول عبادت ګڼل کیږي او دا ډول پیښې چې په دې لاره کښې رامینځته کیږي د ژوند په بیه اخلو .