د اسلامي انقلاب معظم رهبر:
په لویدیځ باندې اعتماد ګټه نه لري
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دولسم حکومت د فعالیت په وروستیو ورځو کښې د ولسمشر او د هغه د کابینې د غړو په کتنه کښې ټینګار وکړ: بیخي نه دي پکار چې کورني پروګرامونه د لویدیځ ملګرتیا ته اټال او ورپورې شرطمن کړی شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د دولسم حکومت د فعالیت په وروستیو ورځو کښې د ولسمشر او د هغه د کابینې د غړو په کتنه کښې ټینګار وکړ: بیخي نه دي پکار چې کورني پروګرامونه د لویدیځ ملګرتیا ته اټال او ورپورې شرطمن کړی شي.
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت اللہ العظمی سید علي خامنه اي نن په دغې کتنې کښې وفرمایل: په دې حکومت کښې معلومه شوه چې په لویدیځ باندې اعتماد او باور ګټه نه کوي او لویدیځوال زمونږ مرسته نه کوي بلکې په هر ځاې کښې چې وتوانیږي تاوان رارسوي او یوازې هلته تاوان نه رسوي چې امکان یې نه وي او هر چرته چې یې امکان لرلی، ګوذار یې کړی دی، دا ډیره مهمه تجربه ده.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ: بیخي نه دي پکار چې د هیواد کورني پروګرامونه د لویدیځ ملګرتیا ته وځنډولی او تړلی شي ځکه چې خامخا به ماتې خوري، خامخا ګوذار خوري.
حضرت آیت اللہ العظمی خامنه اي څرګنده کړه: تاسو هم هر چرته چې مو کارونه په لویدیځ پورې شرطمن کړل، ناکامه پاتې شوئ، او په هر ځاې کښې چې په لویدیځ باندې له اعتماد پرته پاڅیدئ او تګ مو وکړ هلته کامیاب شوئ.
دوي وفرمایل: تاسو چې هر چرته موضوعات له لویدیځ سره موافقې او له لویدیځ او امریکې سره مذاکرې ته وځنډول، هلته پاتې راغلئ، ونه توانیدلئ چې مخ ته لاړ شئ ځکه چې هغوي مرسته نه کوي.
دوي د ویانا وروستیو مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او په کښې یې د سفارتکارانو له زحماتو د رضایت په څرګندولو سره وویل: امریکایان په دغو خبرواترو کښې په خپل غلیمانه دریځ باندې ټینګ اودریدل او یو قدم هم رامخته نه شول، هغوي په ژبه او ژمنه وايي چې بندیزونه اوچتوي خو اوچت یې نه کړل او نه یې ختموي، له دې نه علاوه شرط هم ږدي او وايي چې باید په هم دې موافقه کښې یوه جمله ورځاې کړو چې بیا دوباره د ځینو موضوعاتو په هکله خبرې وشي ګني نو هیڅ موافقه به ونه کړو.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي وفرمایل: هغوي غواړي د دې جملې په راوستلو سره، د برجام د اصل او توغندوي او سیمه ایزو مسائلو په هکله د خپلو راتلونکو لاسوهنو لپاهر یوه پلمه برابره کړي او که ایران یې په اړه بحث ته غاړه کښې نږدي نو ووايي چې د موافقې خلاف ورزي مو کړې ده او بس موافقه ختمه ده.
دوي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې امریکایان بیخي ناځوانمردانه او له خباثته ډک چلند کوي، زیاته کړه: امریکا د خپلو ژمنو د خلاف ورزۍ هیڅ پروا نه کوي لکه څنګه چې یې یو ځل د موافقې خلاف ورزي وکړه او بیخي هم بې اثره و، اوس هم چې امریکایانو ته ویل کیږي ضمانت ورکړئ چې په راتلونکي کښې به د موافقې خلاف ورزي نه کوئ نو وايي چې ضمانت نه ورکوو.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له وینا مخکښې ولسمشر حسن روحاني د خپل اته کلن حکومت په دوران کښې د معظم رهبر د ملاتړونو او لارښوونو په مننې سره، د حکومت د اقداماتو او فعالیتونو یو رپورټ بیان کړ.