-
د پاکستان تحریک انصاف په ټول هیواد کښې مظاهرې کوي
Feb 28, 2024 01:52زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف یوه مشر« شیر افضل مروت» وویل د ګوند مشر عمران خان چې په زندان کښې دی غواړي چې د هیواد خلک د فرورۍ د میاشتې د اتمې نیټې په انتخاباتو کښې د درغلۍ پرضد د اعتراض د څرګندونو لپاره د مارچ د میاشتې په دوهمه نیټه په ټول هیواد کښې مظاهرې وکړي.
-
پاکستان له ایران سره د ګازو نل لیکه بشپړوي
Feb 28, 2024 00:31زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر له ایران څخه د ګازو د انتقال د پایپ لاین د پروژې بشپړیدل او په بریکس(BRICS) ډلې کښې د پاکستان شاملیدل د اسلام اباد د نوي حکومت لومړیتوب وباله.
-
په پاکستان کې په پولیسو باندې په برید کې ۳ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده
Feb 27, 2024 09:23په پاکستان کې د خیبر پختونخوا په ایالت کې د پولیسو په موټر باندې برید شوی چي د امله یې ۳ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
هر ډول یرغل ته په پوره زور سره ځواب ورکوو
Feb 27, 2024 09:14د پاکستان پوځ له ګاونډیانو سره، په سوله ایزې ګوزارې باندې په ټینګار سره، هند ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چي هر ډول یرغل ته په پوره زور سره ځواب ورکوي.
-
مریم نواز د پاکستان د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه
Feb 27, 2024 01:32مریم نواز پرون دوشنبې د پاکستان د پنجاب صوبې د اعلی وزیرې په توګه لوړه وکړه او وویل چې پردې دندې د نوموړې ټاکل کېدل د هرې ښځې، د هرې لور او مور لپاره بریا ده.
-
له ایران سره د ګیس پروژې په بشپړولو او په بریکس کښې په شاملیدو د پاکستان ټینګار
Feb 26, 2024 11:53د پاکستان د سینیټ د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر له ایران څخه د ګیس د انتقال د نل لیکې د طرحې بشپړول او په بریکس ډله کښې د پاکستان شاملیدل، د دغه هیواد د نوي حکومت له وړومبیتوبونو وبلل.
-
پاکستان کې د حضرت امام مهدي ع د زوکړې ورځ ونمانځل شوه
Feb 25, 2024 11:35د پاکستان د خیبرپښتونخوا په پاړه چنار سیمه کې د دولسم امام حضرت مهدي علیه السلام د نیمکمرغه زوکړې مراسم ونمانځل شول.
-
د سولې پایپ لاین اجرا ته د ایران او پاکستان کلک هوډ
Feb 23, 2024 11:23د ایران د اسلامی جمهوریت د تیلو وزیر پاکستان ته د سولې د پایپ لاین یعني د له ایرانه د ګیسو د پایپ لاین د اجرا لپاره د اسلام اباد او تهران د چمتووالي خبر و رکړ.
-
پاکستان پر اذربایجان جمهوریت باندې جنګي الوتکې خرڅوي
Feb 22, 2024 10:26په نیجریه او میانمار باندې د جی ایف -۱۷ډوله جنګي الوتکو له پلورلو وروسته اوس د پاکستان هوائي ځواک په همدې لړ کې د اذربایجان جمهوریت له هوائي ځواک نوی دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
-
د پاکستان د ټاکنو پایلو او راتلوونکې حکومت جوړیدو په اړه د هیندارې خپرونه
Feb 21, 2024 10:57د پاکستان د ټاکنو پایلو او راتلوونکې حکومت جوړیدو په اړه د هیندارې خپرونه