پاکستان له ایران سره د ګازو نل لیکه بشپړوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر له ایران څخه د ګازو د انتقال د پایپ لاین د پروژې بشپړیدل او په بریکس(BRICS) ډلې کښې د پاکستان شاملیدل د اسلام اباد د نوي حکومت لومړیتوب وباله.
د پاکستان د مشرانو جرګې د خارجي اړیکو د کمیټۍ مشر سناتور« فاروق حمید نائیک» د دغه هیواد په مشرانو جرګې کښې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ د غونډې په څنګ کښې ټینګار وکړ پاکستان د انرژۍ د کړکیچ د حل کولو او یوې پایداره او دوام لرونکي لارې چارې ته د رسیدا لپاره باید له ایران سره د ګازو ګډه پروژه بشپړه کړي.
هغه د پاکستان له ګوادر بندر څخه د ایران تر سرحد پورې د ګازو د نل لیکې د جوړولو له پلان سره د پاکستان د کابینې د انرژۍ د کمیټۍ موافقت ته په غبرګون کښې زیاته کړه د پاکستان خلک د انرژۍ په زمینه کښې د امنیت غوښتونکي دي او دغه هدف له ایران څخه د ګازو د انتقال له پروژې په ګټه پورته کولو سره د ترلاسه کیدا وړ دی.
د پاکستان دغه سیاستوال د ایران د غړیتوب په شمول له بریکس ډلې سره د هیوادونو یوځاې کیدا او په سیمه ئیزو او نړیوالو معادلاتو باندې د هغه اغیز ته په اشارې سره ټينګار وکړ د پاکستان حکومت د ایران د ګازو له پایپ لاین څخه ګټه پورته کول او له بریکس ډلې سره یوځاې کیدل د خپلو اقداماتو په لومړیتوب کښې لري.
د پاکستان د تیلو وزارت هم وړمه ورځ په یوې بیانیې کښې له ایران سره د ګازو د نل لیکې د پروژې بشپړول د پاکستان د انرژۍ د امنیت د پیاوړتیا سبب وبلل او ویې ویل چې د پاکستان په کابینې کښې د انرژۍ کمیټۍ له ګوادر بندرڅخه له ایران سره د پاکستان تر ګډ سرحد پورې د اتیا کلومیټره د ګازو د نل لیکې د جوړولو له پروژې سره موافقت کړی دی.