-
په کوېټه کې چاودنه شوې ده
Jan 17, 2024 10:21د پاکستان پولیسو اعلان وکړ چی نن د کویټې په ښار کې د یوې چاودنې د امله ګن شمېر ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
-
د سیمې سوله اوثبات په افغانستان کې له سولې او ثبات سره تړلي دي
Jan 17, 2024 03:00د افغانستان په چارو کې د ایران د ولمسشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د پاستنان له لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې ټینګار وکړ،دسیمې سوله اوثبات ، په افغانستان کې له سولې او اثبات سره اړونده دی او هغه څه چې ددغې سولې له ټينګیدا سره مرسته کولی شي، د افغانستان د ګاونډيو هیوادونو په چورلیز توب سره سیمه ایز نوښتونه دي .
-
پاکستان او راتلونکي ټاکڼې
Jan 15, 2024 14:14پاکستان ځان د فبرورۍ د میاشتې اتمې ته د ټاکنو لپاره تیاروي، خو په دې مینځ او مان کې واک ته د نواز شریف د راستنېدو لپاره د پاکستان د عدلي ارګانونو هلې ځلې د پام وړ مساله ده حال دا چي هغه په ادارې فساد تورن دی او له سیاسي فعالیتونو منعه شوی دی.
-
مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د پاکستان مخالفو ډلو له رهبرانو سره ليدلي
Jan 14, 2024 01:28پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ليکلي چې داسې راپورونه شته چې د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن افغانستان ته د سفر پر مهال د «تحریک طالبان پاکستان» له مشر نور ولي محسود او د «تحریک جهاد پاکستان» په نوم له ټي ټي پي د بېلي شوې ډلې له مشر حافظ ګل بهادر سره ليدلي دي.
-
د تاؤتریخوالو د کمولولپاره له هڅوسره په یووخت پرکابل د اسلام اباد تورونه
Jan 13, 2024 11:10د افغانستان ته د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ف څاانګړې د مشر له سفر او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره له لیدوکتو سره په یووخت د پاکستان موقتي لومړی وزیر انوار الحق کاکړ یو ځل بیا مدعی شوی چې د افغانستان له خاورې دپاکستان په ضد استفاده کیږي.
-
پاکستان وايي د ټي ټي پي په هکله یې دریځ نه دی بدل شوی
Jan 13, 2024 11:56د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې د فضل الرحمن دا سفر شخصي ګڼلی او ویلي یې دي چې هغه د پاکستان د حکومت استازیتوب نه کاوه.
-
فضل الرحمان طالبانو ته ویلي داسلام اباد او ټي ټي پي ترمنځ یوانتخاب کړي
Jan 13, 2024 03:53یوه پاکستانۍ ورځپاڼه ادعا کړی ده چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانافضل الرحمان د طالبانو له مشر ملاهبت ا...اخوندزاده سره په کتنه کې هغه ته په زغرده ویلي چې د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمنځ یو غوره کړي.
-
امارات دې په پاکستان کې له افغان پناه غواړو سره مرسته وکړې
Jan 12, 2024 11:07په لیرو پراتو سیموکې په سلګونو افغان پناه غواړي دیره شوي دي او د ژوند لومړني امکاناتو ته هم لاس رسی نه لری
-
پاکستان او افغانستان کښې نن سخته زلزله راغله
Jan 11, 2024 12:00زمونږ خبریال راپور راکړی نن د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې یوه سخته زلزله چې شپږ اعشاریه صفر ریشټره وه راغله.
-
د پاکستان وزیراعظم یوځل بیا په افغانستاني طالبانو نیوکه وکړه
Jan 11, 2024 04:06د افغانستان د طالبانو د حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د اړیکو ښه کولو له هڅو سره هم مهاله، د پاکستان موقت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان خاوره یې د هېواد پر ضد کارول کېږي.