پاکستان او افغانستان کښې نن سخته زلزله راغله
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د پاکستان په بیلابیلو سیمو کښې یوه سخته زلزله چې شپږ اعشاریه صفر ریشټره وه راغله.
دغه زلزله د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد، لاهور او ګیر چاپیر سیمو او دغه راز د خیبر پښتونخوا صوبې په ځینو سیمو او د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه او ځینو نورو سیمو کښې راغله.
دغه راز په کوهاټ، شبقدر، ایبټ اباد، کوز دیر ، سرګودها، میانوالي ، مانسهره ، بټګرام، کوهستان، خوشاب، بر دیر، ډیره اسماعیل خان، هنګو، دیامیر ، پاره چنار، منډي بهاالدین ، بهکر ، مظفراباد ، وادي نیلم، ازاد کشمیر ، بنو ، چارسده ، سوات او جهنګ سیمو کښې هم زلزله راغلي ده.
د سختې زلزلې له کبله د پاکستان ګڼ شمیر خلک له کورونو او دفترونو بهر ووتل او تراوسه د مرګ ژوبلې په هکله کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د پاکستان د موسم د پیژندنې ادارې وویل چې په هندوکش سیمه کښې نن له ځايي وخت سره سم شل د پاسه دوه بجې شپږ اعشاریه صفر درجې زلزله راغله.
د امریکا د زلزلې د معلومونې مرکز د دغه زلزلې شدت شپږ اعشاریه څلور ریشټره بللی.
دغه راز د افغانستان په شمال کښې د بدخشان ولایت په ځینو سیمو او کابل کښې هم زلزله راغلي ده.