امارات دې په پاکستان کې له افغان پناه غواړو سره مرسته وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144642-امارات_دې_په_پاکستان_کې_له_افغان_پناه_غواړو_سره_مرسته_وکړې
په لیرو پراتو سیموکې په سلګونو افغان پناه غواړي دیره شوي دي او د ژوند لومړني امکاناتو ته هم لاس رسی نه لری
(last modified 2024-01-12T06:39:57+00:00 )
Jan 12, 2024 11:07 Asia/Kabul
  •  امارات دې په پاکستان کې  له  افغان پناه غواړو سره مرسته وکړې

په لیرو پراتو سیموکې په سلګونو افغان پناه غواړي دیره شوي دي او د ژوند لومړني امکاناتو ته هم لاس رسی نه لری

 د افغانستان په کراچۍ کې د افغانستان د طالبانو دحکومت د کونسلګرۍ مسئول عبدالجبار تخاری د متحده عربی اماراتو په کراچۍکې د کونسلګرۍ  له مسئول بخیت عتیق الرمیثی  سره په  په کتنې کې  له هغه وغوښتل  له افغان کډوالو سره دې  مرسته وکړي.

هغه  په دغې کتنې کې  ووییل، په لیرو پراتو سیموکې په سلګونو  افغان پناه غواړي دیره شوي دي او د ژوند لومړني امکاناتو  ته هم لاس رسی  نه لری

 هغه همداراز ټينګار وکړ، د متحده عربی اماراتو  مرستندویه اورګانونه دې  په پاکستان کې له افغان پناه غواړو سره مرسته وکړي .

داڅرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي، چې  ترا وسه پورې   د پاکستان دحکومت له خوا له دغه هیواده    غیر قانوني  کابو پنځه لکه افغان پناه غواړي بیرته خپل  هیواد ته ستانه کړي دي . داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان حکومت په همداوروستیو کې  یوه جدي فیصله کړې ده چې نور په دغه هیواد کې غیر قانوني بهرنیانو ته چې زیاتره پکې افغانان دي د پاتیکیدو اجازت نه ورکوي البته  په قانوني توګه اوسیدونکو  پناه غواړو لپاره هیڅ ستونزنه نه لري.