-
په بلوچستان کې د افغان کډوالو ۱۰ کیمپونه وتړل شول
Oct 21, 2025 08:57له دغو کمپونو څخه یو په کوټې ښار کې، دوه په پښین، درې په لورلایي، درې په چاغي او یو په قلعه سیفالله کې موقعیت درلود.
-
د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته پرانیستل شي
Oct 21, 2025 08:37د پاکستان جیو نیوز ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د تورخم دروازه به تر راتلونکو ۲۴ساعتونو بېرته د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانیستل شي.
-
پاکستان او افغانستان سره متفق دي چې د ترهګرۍ فوري پاي ته رسول اړین دی
Oct 20, 2025 11:58خواجه آصف له قطري ټي وي چینل سره په مرکې کې وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سولې د تړون اساسي موخه د ترهګرۍ مسئلې پای ته رسول دي.
-
پاکستان د ICC تعصب لرونکې ادعا رد کړه
Oct 19, 2025 03:41عطا تارړ په خپل بیان کې وویل چې ICC په دې اړه هیڅ خپلواک شواهد هم نه دي وړاندې کړي.
-
پاکستان او افغانستان په سمدستي اوربند موافقه وکړه
Oct 19, 2025 03:36دواړو هیوادونو په راتلونکو څو ورځو کې د نورو غونډو په ترسره کولو او د سولې او ثبات لپاره د دایمي میکانیزم په جوړولو هم موافقه وکړه.
-
پاکستان کښې به اوس هغه افغانان وسییږي چې ویزې ولري
Oct 18, 2025 01:32زمونږ خبریال راپور راکړی په اسلام اباد کښې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې غونډې کښې وویل شول چې د افغانستان مهاجرینو ته به نور هیڅ ډول اضافي مهلت ورنکړل شي او دوې به ډیر زر خپل هیواد افغانستان ته واستول شي.
-
پاکستان به تل له ايران سره د ملګرتیا په لومړنئ کرښې کې وي
Oct 17, 2025 08:39پارس ټوډي- د پاکستان لارو او ارتباطاتو د چارو وزير د ایران له اسلامي جمهوريت سره د هراړخیزو اړيکو د پراخولو لپاره د يوې جامع او اغیز شیندونکي سټراټژئ د کارولو په ضرورت په ټينګار سره ووئيل؛ مونږ به تل د اسلام اباد او تهران ترمینځ د ملګرتیاؤ د پیاوړي کولو په لومړنئ کرښې کې باقي پاتې شو.
-
پاکستان او ترکیې د سمندري تېلو او ګاز د سپړنې تړون لاسلیک کړ
Oct 16, 2025 12:49پارس ټوډی – پاکستان او ترکیې د پاکستان د جنوبي اوبو په حوزه کې د تېلو او ګازو د زیرمو د سپړنې لپاره د همکارۍ یو تړون لاسلیک کړی، چې د دواړو هېوادونو د انرژۍ په برخه کې د نوې مرحلې پیل ګڼل کېږي.
-
پاکستان او قزاقستان د ترهګرۍ ضد همکاریو د پیاوړتیا په موخه ګډ پوځي تمرینات پیل کړل
Oct 16, 2025 12:12پارس ټوډی – د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې نن د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي، د قزاقستان د ځانګړو ځواکونو سره يې ګډ پوځي تمرين پيل کړی، څو د ترهګرۍ ضد همکارۍ پياوړې شي.
-
پاکستان : په کابل اوکندهار کې یی د افغان طالبانو او ټی ټی پی پټنځایونه بمبار کړل
Oct 16, 2025 02:34خواجه اصف ادعا کړی ده چی طالبان د هند 'نیابتي جګړه کوي او د نوي ډیلي ګوډاګي شوي دي، اوربند مو هم د ملګرو هیوادونو د مداخلې په وجه وکړ خو زه فکر نه کوم چې دا به ډیر دوام وکړي .