د پاکستان په بنو سیمه کښې حملې لوړرتبه چارواکی وژلی
Dec 02, 2025 14:02 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه کښې په میرانشاه روډ کښې ماموش خیل معصوم اباد سیمه کښې (Mamash Khel’s Masoomabad.) د شمالي وزیرستان سیمې د یوه چارواکي اسسټنټ کمشنر «شاه ولي» په ګاډي باندې برید وشو چې له کبله یې هغه ووژل شو.
په دې اړه د بنو سیمې اسسټنټ کمشنر سجاد خان وویل په دغه حملې کښې د وژل شویو کسانو شمیر څلور تنه دی چې دوه پکښې پولیس شامل دي.
د ډزو له کبله دوه پولیس او یو موټروان ژوبل شوي هم دي.
له تیرو څو میاشتو راهسې د پاکستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا خیبر پښتونخوا صوبې کښې ترهګرې حملې او پیښې زیاتې شوي دي او د پاکستان حکومت د دغو حملو مسوول تحریک طالبان پاکستان ډله ګڼي.
ټیګونه