-
پاکستان زرګونه افغان ماشومان د هغوی د کورنیو له غړیو پرته ایستلي دي
May 05, 2025 09:45د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) ویلي چې، زرګونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته اخراج شوي، چې ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي چې له خپلو کورنیو یا سرپرستانو بېل پاتې شوي او په ډېرو سختو شرایطو کې اوسي.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسیدلی
May 05, 2025 02:51د پاکستان جنګ ورځپاڼې خبر ورکړی، چې ایران د پاکستان او هند ترمنځ د تاو تریخوالي د کمولو هڅو د چټک والې په لړۍ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه رسمي سفر پاکستان ته ورسېد.
-
د پاکستان د ملي اسمبلۍ د دفاعي کمېسیون مشر وایي، د ایران د سولې د هڅو ملاتړ کوو
May 05, 2025 01:42پارس توډي - د پاکستان د ملي اسمبلۍ د دفاعي کمېسیون مشر د ایران اسلامي جمهوریت سره په اقتصادي، سرحدي او امنیتي برخو کې د هر اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ په سیمه کې د سولې لپاره د ایراني وروڼو په رول باور لرو.
-
بلوچستان کې ۲۲ پاکستاني پوځیان ووژل شول
May 04, 2025 12:26د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت او داکي سیمه کې د بلوڅو ازادۍ غوښتونکې ډلې په بېلا بېلو بریدونو کې ۲۲ پاکستاني نظامیان وژل شوي دي.
-
پاکستان افغانستان ته، د هندي توکو د واردولو اجازه نه ده ورکړې
May 04, 2025 10:17پاکستاني رسنیو د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله راپور ورکړی چې پاکستان هغو لاریو ته اجازه نه ده ورکړې چې هندي وارداتي توکي لیږدوي او افغانستان ته ننوځي.
-
د پاکستان د ستر متفکرعلامه اقبال درنښت؛مولوی او هغه بهرنی شاعر چې یو بشپړ ایرانی ښکاری
May 04, 2025 09:03پارستودي - د علامه اقبال لاهوري د یاد دستورې د ایران او پاکستان د اقبالپوهانو او شاعرانو په ګډون د تهران د هنری حوزې په مهر تماشاخانه کې ترسره شوې.
-
د کشمیر په برید کښې له افغانستان څخه وړل شوي وسلې استعمال شوي
May 04, 2025 02:52زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان حکومت ادعا وکړه چې د کشمیر په پهلګام سیمه کښې په حملې کښې له افغانستان څخه راوړل شوي د امریکا جوړې وسلې کارول شوي.
-
د پاکستان او هند د تاوتریخوالي زیاتېدا به اټمي تقابل رامنځته کړي
May 03, 2025 08:48په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید یوې امریکايي رسنۍ ته ویلي، که د پاکستان او هند تاوتریخوالی زیاتېږي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به اټومي تقابل رامنځته شي.
-
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي به زر هندوستان ته سفر وکړي
May 03, 2025 02:53زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان رسنیو ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي نوي ډيلي ته سفر کوي.
-
په پاکستان باندې د هندوستان د حملې احتمال اوس هم شته
May 03, 2025 01:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن د پاکستان د یوه لوړرتبه چارواکي چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي په قول په یوه راپور کښې وویل