د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د وروستیو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، د مطلب په پيل کې درته د وروستیو بدلونونو یوه لنډه خلاصه درآوروو، او ورپسې مو هم د ځینو مهمو موردونو په باب رابولوو، د تحلیلي برخې آوریدو ته ...
*/*/*/*/
د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیا او درملنې د وزیر ایران ته سفر
*/*/*/*/*/
د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د تجارتي ملګرتیاؤ د څو سندونو لاس لیکیدا
*/*/*/*/
د افغانستان د حکومت پر ایران د اسرائيلو د حملې سخته غندنه
*/*/*/*/
په پاکستان کې د حکومتي او سیاسي چارواکو او مشرانو له ولس سره یو ځای پر ایران د وحشي ا وتیریګر صهیونیسټي رژيم بریدونو غندنه او په بیلابیلو ښارونو کې دایران په ملاتړ کې لاریونونه
*/*/*/*/*/
او پر پاکستان د هند له خوا د اوبو دبندولو دنتیجو په باب خبرداری ، دا د افغانستان او پاکستان د تیرې اونئ ځيني مهم بدلونونه دي او اوس مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته
************************
د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیا او درملنې چارو وزیر «نور جلال جلالي» د روغتیايي او درملنې د ملګرتیاؤ د پراختیا په اړه د خبرو اترو لپاره ایران ته سفر وکړ.
په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په ایکس چینل کې پخپلې رسمي پاڼې کې تائید کړې چې دا سفر د دواړو هیوادونو ترمینځ د روغتیايي ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
د راپورونو له مخې، په تهران کې د ایران د د روغتیائي چارو په باب په نړیوال نندارتون «ایران هلت» کې ګډون د افغانستان د روغتیا وزیر د سفر نوره موخې دي.
په دغه نړیوال نندارتون کې د افغانستان د حکومتي او خصوصي سکټور استازو، په تیره بیا د روغتونونو او درملو تولیدوونکو او د واردوونکو شرکتونو استازو، د ۱۲۰ بهرنیو پلاوو په ډلې کې ګډون کړی او د ایران د طبي تجهیزاتو، درملو او لابراتواري تولیدوونکو شرکتونو او مسؤلو چارواکو سره ئې دوه اړخیزې ناستې ترسره کړې.
د تاشکند د څلورم نړیوال پانګونې کنفرانس په څنډې کې،د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر دوه مهم اقتصادي سندونه لاسلیک کړل.
په دغې لیدنې کې،د طالبانو د سرپرست حکومت او ازبکستان ترمینځ د ترجیحي سوداګرۍ تړون وروستی شو؛ یو تړون چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا،د سوداګریزو ټيرفونو د کمولو، د توکو په تبادلې کې د خنډونو د له مینځه وړلو، بازارونو ته د لاسرسي اسانتیا او دوه اړخیزې سوداګرۍ د کچې لوړولو لپاره تاریخي ګام دی.
په دغې لیدنې کې،د افغانستان او ازبکستان ترمینځ د سوداګرۍ، صنعت،کرهڼې، لوجسټیکي او ظرفیت لوړولو په برخو کې د ګډ عمل پروګرام لاسلیک شو؛ دا پروګرام د اقتصادي اړیکو ژورولو، د خصوصي سکټور ملاتړ،د پانګونې د جذبولو او د سیمهایزې سوداګرۍ پراختیا لپاره یوه مهمه وسیله شمیرل کیږي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکو د اسرائیلي رژیم له خوا پر ایران بریدونه په سخته وغندل او اعلان ئې وکړ چې دا بریدونه د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او د سیمې ناامنۍ ته لمن وهي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحا...مجاهد په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې لیکلي دي ؛ دا بریدونه چې د مهمو پوځي قوماندانانو او ایټمي ساینسپوهانو او دغه راز د عامو خلکو د شهادت لامل شول، د نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو، په تیره بیا د ایران د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده.
د افغانستان خلکو هم د ایران له خلکو سره خواخوږي ښودلې او د اسرائیلي رژیم پر وړاندې پر پریکنده ځواب ټینګار کړی دی. دوي د اسرائیلي رژیم له خوا پر ایران د بریدونو په اړه ویلي چې له مسلمانو هیوادونو غواړي د دغه رژیم د جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې نشي، ځکه یوه ورځ به اسرائیل دوي هم د خپلو جنایتونو هدف وګرځوي. په کابل کې په قلعه فتحا.... جومات کې، لمونځ کوونکو د صهیونیسټ رژیم پر وړاندې د ایران د خلکو د بریا لپاره دعا وکړه.
د صهیونیسټي رژيم له خوا پر ایران هوائي او ترهګریز برید، چې د پوځي قوماندانانو، ایټمي ساینسپوهانو او عمومی خلکو په شمول د ښځو او ماشومانو د شهادت لامل شو، په افغانستان کې ئې پراخ غبرګونونه راوپارول. په افغانستان کې شخصیتونو، سیاسي ګوندونو، کلتوري فعالانو او بیلابیلو بنسټونو د دغو تیریو په کلکه غندنه وکړه او د ایران له ملت او حکومت سره ئې د پیوستون او ملاتړ پیغامونه واستول.په افغانستان کې دننه او بهر ډیری کلتوري، ټولنیز او سیاسي شخصیتونو د ټولنیزو رسنیو له لارې په بیانیو کې د اسرائیلي رژیم پر ایران بریدونه وغندل او د ایران له حکومت او خلکو سره ئې د دغو وحشیانه بریدونو پر وړاندې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د روغتیائي چارو وزیر مولوی نورجلال جلالي په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلی او ورسره مل پلاوي سره یوځای د تهران د نندارتون او زړه د ناروغیو د مرکز کتنه وکړه.
په دغې لیدنې کې، د زړه د ناروغیو د مرکز مشر محمدعلي کریمي د دغه مرکز د ۲۴ کلن تاریخ او وړتیاؤ په معرفي کولو سره، پر دې ټینګار وکړ چې د ناروغانو بهر نورو هیوادونو ته د لیږلو پر ځای په ایران کې د افغان ډاکټرانو روزنه اړینه ده او وې ویل؛د متخصص انساني ځواک روزنه زمونږ په لومړیتوبونو کې ده. مونږ چمتو یو چې د تهران د طبي علومو پوهنتون په چوکاټ کې، افغان ښاریز د زړه (قلب یا هارټ) د ناروغیوپه څانګې کې وروزو.
د تهران د زړه د ناروغیو د مرکز مشر یادونه وکړې چې په تیرو کلونو کې ئې له ۳۵ زرو څخه زیاتو سرپائي یا معمولی ناروغانو او ۱۷۰۰ بستري افغان ناروغانو ته درملنه او ملاتړي خدمتونه وړاندې کړي دي.
په دوام کې، د افغانستان د روغتیائي چارو وزیر مولوی جلالي پخپلې دغې لیدنې خوښي څرګنده کړه او وې ویل: « د ډاکټرانو په روزنې کې د ایران مرسته او د پوهې په منتقلولو کې کولی شي د افغانستان د روغتیائي نظام په بیا رغونې کې مهم رول ولوبوي.
مولوی نورجلال جلالي وړاندې ویلي وو چې له بندیزونو سره سره، د ایران طبي پرمختګونه،د افغانستان لپاره یو مهمه بیلګه کیدلی شي او هیواد ئې پلان لري چې د ایران له تجروبو په دې برخه کې ګټه پورته کړي.
د ایران اسلامي جمهوریت لا هم یو له هغو لږو هیوادونو څخه دی چې له افغانستان سره ئې روغتیائي، تعلیمي او نورو برخو کې ملګرتیاؤ ته دوام ورکړی دی. په ایران کې د زرګونو افغان مهاجرو شتون، په تیرو کلونو کې د درملنې او تعلیمي ظرفیتونو د رامینځته کیدو لامل شوی او د افغانستان د روغتیا چارواکو وروستي سفرونه د کابل د روغتیايي نظام مدیریت لپاره د تهران د تجربې دوامداره اړتیا ښيي.
په پاکستان کې مسلمانانو د خپل هیواد له چارواکو او سیاسي مشرانو سره یوځاي د اسرائیلي رژیم له خوا پر ایران د ترهګریز برید په غندنې کې سړکونو ته ووتل او له ایران سره ئې د پیوستون په ترڅ کې د اسرائیلو او د هغه د ملاتړو پر وړاندې شعارونه ورکړل. د مقاومت جبهې او د اسلامي انقلاب پلویانو په پاکستان کې په بیلابیلو سیمو کې غونډې وکړې او د اسرائیلي رژیم وروستي جنایتونه ئې وغندل.
په داسې حال کې چې د پاکستان په مشرانو او ولسی جرګو کې د اسرائیلي رژیم د تیریو په غندنې کې پرېکړهلیکونه تصویب شول، په اسلاماباد، لاهور، سکردو، کراچي ، پاراچنار او حیدرآباد کې د اسرائیلو ضد غونډې جوړې شوې او لمونځ کوونکو د مرګ پر اسرائیل» او «مرګ پر امریکا» شعارونه ورکړل.

په اسلاماباد کې د هغې غونډې ویناوالو، چې د مجلس وحدت مسلمین (MWM) غورځنګ په نوښت جوړه شوې وه، د ملګرو ملتو او د اسلامي ملګرتیا موسیسې په شمول له نړیوالې ټولنې څخه د اسرائیلو د تیریو د مخنیوي لپاره د پياوړي او اغیزشیندونکي غبرګون غوښتنه وکړه. دوي وویل چې اسرائیل یو ترهګر رژیم دی چې ورانکارې او ضد بشري کړنې ئې د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی.
پاکستانيو شخصیتونو هم د امریکا له خوا د اسرائیلو د ناروا رژیم په جنایتونو کې د ملګرتیا غندنه وکړه او وې ویل چې د اسلامي نړۍ یووالی د دښمن د دسیسو پر وړاندې، په تیره بیا د اسرائیلو دتیریو پر وړاندې د مقاومت لپاره ګډه او اغیزمنه لاره ده.
د راپور له مخې، د پاکستان لوړپوړو چارواکو لکه ولسمشر آصفعلي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف هم په جلا جلا پیغامونو کې د صهیونیسټي رژیم له خوا پر ایران ترهګریز برید وغند.
د پاکستان د حکومتي کابینې وزیرانو، په تیره بیا د دفاع، اورګاډو او کرهڼې د چارو وزیرانو، د اسرائیلو جنایتونه وغندل او د ایران له اسلامي جمهوریت سره ئې د پیوستون لپاره د اسلامي نړۍ د غبرګون غوښتنه وکړه
د پاکستان د فاطمه جناح پوهنتون او د ایران د الزهرا پوهنتون ترمینځ د رسمي ملګرتیاؤ د تفاهملیک په لاسلیکولو سره، د تهران او اسلاماباد ترمینځ د علمي او کلتوري ملګرتیاؤ د پراختیا په لور مهم ګام پورته شو.
په اسلاماباد کې د دواړو هیوادونو د پوهنتوني او کلتوري چارواکو په شتون کې په یو لړ رسمي دستورو کې دا سند لاسلیک شو. ګډونوالو دا تفاهملیک د دواړو هیوادونو په علمي اړیکو کې یو مهم ټکی وباله.
دا علمي ملګرتیا د پوهنتوني اړیکو پر پیاوړتیا سربیره، د دواړو دوست او ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د کلتوري ډیپلوماسۍ لپاره پیاوړی بنسټ دی.
د ایران او پاکستان د پوهنتونونو چارواکو په دغو مراسمو کې د اسلامي نړۍ د کلتوري او علمي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د داسې تعاملاتو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دغه تفاهملیک له مخې، دواړه پوهنتونونه ژمن دي چې په راتلونکو کلونو کې د ښوونې، څیړنې او علمي تبادلې په برخو کې ګډ پروګرامونه پیل کړي.
د پاکستان د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په یولړ څرګندونو کې وویل: هند اوس اوبه د سیاسي وسلو په توګه کاروي او ګواښ ئې کړی چې په پاکستان کې د ۲۴۰ میلیونو خلکو لپاره د اوبو رسولو بندولو هڅه کوي.
د پاکستان د پيپلز ګوند مشر ټینګار وکړ: دا کړنه د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور ښکاره سرغړونه ده او هیڅ مسؤل هیواد نشي کولی د داسې پالیسۍ ملاتړ وکړي.
زرداري زیاته کړې چې اسلاماباد لا هم له نوي ډیلي سره د ټولو اختلافاتو د حل لپاره خبرو اترو ته چمتو دی، خو خبرداری ئې ورکړ که هند د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخې کې خبرو اترو ته چمتو نه وي، نو د نړیوالې ملګرتیا په دغې برخه کې به هم زیان وویني.
دا څرګندونې وروسته له دې شوې چې هند پریکړه وکړه د (سند اینډَس) د اوبو تړون ځنډوي؛ دا تړون په ۱۹۶۰ کال کې د نړیوال بانک په مینځګړیتوب د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شوی،او د ګډو سیندونو د اوبو عادلانه کارونې تضمین ئې کاوه.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي و چې پاکستان به نور د هند د سیندونو له اوبو یوه څاڅکی هم ترلاسه نه کړي.
د اپریل په ۲۲ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په بایسران سیمې کې د ترهګریز برید له امله د هند او پاکستان ترمینځ پوځي نښته رامینځته شوې چې دواړو لورو ته درندې مرګ ژوبلې او نور ډیر تاوانونه اوښتي دي.
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تر بل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،بریالي اوسي او سلامتیا مو له پاک خدایه غواړو.
( سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************