په پاکستان کې له ایران سره د پیوستون لاریون ترسره شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i161514-په_پاکستان_کې_له_ایران_سره_د_پیوستون_لاریون_ترسره_شو
د پاکستان له بیلابیلو ښارونو په سلګونو کسانود ایران له اسلامي جمهوریت سره د پیوستون په یوه لویه لاریون کې ګډون وکړاو د صهیونیسټ رژیم ترهګریز بریدونه یې وغندل او د اسراییل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.
(last modified 2025-06-16T01:55:48+00:00 )
Jun 16, 2025 06:23 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې له ایران سره د پیوستون لاریون ترسره شو

د پاکستان له بیلابیلو ښارونو په سلګونو کسانود ایران له اسلامي جمهوریت سره د پیوستون په یوه لویه لاریون کې ګډون وکړاو د صهیونیسټ رژیم ترهګریز بریدونه یې وغندل او د اسراییل او امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.

پارس ټوډې د ایرنا په حواله وایی ، د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ کې د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز لاهور د خلکو پیوستون لاریون د مصطفی (ص) د ملت د بیدارۍ غورځنګ تر مشرۍ لاندې ترسره شو.

لاریون کوونکو د سیمې د هیوادونو، په ځانګړې توګه د ایران پر ضد د اسراییلي یرغل په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا وغندله

د مصطفی امت د بیدارۍ غورځنګ (ص) مشر علامه سید جواد نقوي هم د مقاومت جبهې شهیدانو ته، په ځانګړې توګه د سپاه پاسداران  شهیدانو ته درناوی وړاندې کړ او د لاریون کوونکو په منځ کې یې وویل: د سیمې اوسنی وضعیت به د سیمې نورو هیوادونو ته یو خبرداری وي، او موږ ټول باید د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د ایران تر څنګ ودریږو.