هند په شمالي وزیرستان کښې په حملې کښې لاس لرل رد کړل
(last modified Sun, 29 Jun 2025 00:43:27 GMT )
Jun 29, 2025 05:13 Asia/Kabul
  • هند په شمالي وزیرستان کښې په حملې کښې لاس لرل رد کړل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کښې په پرونۍ ځان وژونکي حملې کښې د نوي ډیلي د لاس لرلو په هکله د پاکستان د پوځ ادعا رد کړه او هغه یې د هند د ګرم ښودلو لپاره یوه هڅه وبلله.

د هندوستان دغه غبرګون د پاکستان د پوځ لخوا د یوې خبر پاڼې له خپریدا وروسته مطرح شو چې پکښې نوی ډیلی د خیبر پښتونخوا صوبې په شمالي وزیرستان سیمه کښې د پرون ورځې د ځان وژونکي حملې د پردې شاته د عامل په توګه معرفي شوی و.

د هندوستان خارجه وزارت وویل مونږ د پاکستان د پوځ رسمي بیانیه ولوستله چې پکښې د شمالي وزیرستان په برید کښې د هندوستان د لاس لرلو او  ګرم ښودلو هڅه شوي ده او مونږ دغه ادعا ردوو.

د پاکستان د پوځ د عمومي اړیکو دفتر وویل چې په شمالي وزیرستان کښې په میرعلي سیمه کښې پرون د حکومتي پوځیانو په یوې ډلې باندې ځان وژونکي حملې کښې دیارلس حکومتي ملیشا ځواکونه وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاته کړه په شمالي وزیرستان کښې د حکومتي ملیشا ځواکونو په کاروان باندې په ځان وژونکي حملې کښې د ګډون کونکو عواملو پرضد عملیاتو کښې یې کابو څوارلس ټروریسټان وژلي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د هندوستان د جاسوسۍ ادارې د تحریک طالبان پاکستان په شمول له ترهګرو عواملو په پاکستان کښې د خپل نیابتي ځواک په توګه استفاده کوي او د هغوې ملاتړ کوي.