-
۷۰کلونه کیږی په پاکستان کښې مسخرې روانې دی
Dec 06, 2017 12:51زمونږخبریال وایی دپاکستان پخوانی لومړی وزیر نوازشریف چې اوس لندن ته رسیدلی دی له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې په هیواد کښې د پرلتیو وهل دوام لری او زه نه پوهیږم چې په هیواد کښې دا کوم ډول دود جوړ شوی چې له پرلتې پرته څوک بله خبره نه کوی .
-
له پاکستان سره د افغانستان په سرحدونو لازیاته څارنه پکار ده
Dec 06, 2017 04:18د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې په دغه هیواد کښې ۹۷ فیصده ترهګرې حملې د افغانستان د خاورې له لارې شوې دي.
-
د امریکې په پالېسۍ د پاکستان نیوکه
Dec 05, 2017 12:09د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکه صداقت نه لری او د اعتماد وړ نه ده.
-
په میر علي کې په بم چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول
Dec 05, 2017 17:13په شمالي وزیرستان کې په چاودنه کې څوارلس کسان مړه او ژوبل شول.
-
چین په پاکستان کې د لارو جوړولو د پروژو د دوام لپاره ضمانت غواړي
Dec 05, 2017 17:11د چین حکومت په یو اقدام کې له پاکستان کې د ودانۍ د ځینو پروژو مالي ملاتړ ودراوه .
-
پاکستان دترهګرۍ پرضد زیات اقدامات کړی دی
Dec 05, 2017 03:17زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاویدباجوا په پنډۍ کښې د امریکا له دفاع وزیر جیمز ماټیس سره په کتنې کښې وویل پاکستان دامنیت لپاره له خپلې ونډې څخه زیات وسایل کارولی دی او زیاته یې کړه دافغانستان کډوال باید په عزت سره زر خپل هیواد ته لاړ شی .
-
امریکا دې دتورونوپه ځای له اسلام ابادسره په حقیقی تعامل پسې شی
Dec 04, 2017 11:00خواجه آصف وئیلی ، په افغانستان کې د ثبات دټینګیدو لپاره مو خپلې ټوله هڅې کارولی دی او کلونه کیږی چې دافغان کډوالو کوربتوب هم کوو ، پر دې اساس دامریکا له خوا د لازیاتو اقداماتو یا ډو مور غوښتنه به ونه منوو .
-
پاکستان روسیه دفاعی ملګرتیاوې زیاتوی
Dec 04, 2017 10:43دپاکستان ددفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دی چې له امریکا سره د دغه هیواد اړیکې په تیره بیا په پوځی ډګر مناسبات تر ډیره حده ترینګلی شوی دی او وئیل کیږی چې دامریکا دفا وزیر جیمز ماتیس هم نن پاکستان ته په سفر تللی دی .
-
مذهب یوځل بیا دسیاسی هدفونو لپاره کارول کیږی
Dec 04, 2017 03:04زمونږخبریال وایی دپاکستان دمشرانو جرګې مشر میان رضا ربانی وویل ټولې ادارې باید په خپلو حدونو کښې کار وکړی او ددوې ترمینځ شخړه د هیواد لپاره تاوان لری .
-
داسلام دښمنان دپاکستان دناکرارولو لپاره هڅه کوی
Dec 03, 2017 15:15دپاکستان دسند صوبې په خیرپور کې داسلام دګران پیغمبر دمیلاد په جشن کې دمسلمانانو په لاریون څلور ورځې مخکې د ترهه ګرو جنایتکارو په حملې کې داهل سنت څلور کسان شهیدان او لس نور ټپیان شوی وو .