د امریکې په پالېسۍ د پاکستان نیوکه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i60563-د_امریکې_په_پالېسۍ_د_پاکستان_نیوکه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکه صداقت نه لری او د اعتماد وړ نه ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2017 12:09 Asia/Kabul
  • د امریکې په پالېسۍ د پاکستان نیوکه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکه صداقت نه لری او د اعتماد وړ نه ده.

زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد آصف پرون په اسلام آباد کښې د امریکې د دفاع له وزیر جیمز مېټیس سره له کتنې وروسته وویل: د ترهه ګرۍ په وړاندې د امریکې پالیسی دوه رنګه ده او پاکستان د واشنګټن مرستو ته هیڅ ضرورت نه لری.

د پاکستان خارجه وزیر وړمه شپه هم اسلام آباد ته د امریکې د دفاع د وزیر د سفر په درشل کښې واشنګټن ته خبردارے ورکړے ؤ چې په دې اړه چې اسلام آباد د ترهه ګرۍ په مرکز بدل شوے دے د امریکائی چارواکو څرګندونې په سیمه کښې صلحې ته زیان رسوی.