پاکستان دترهګرۍ پرضد زیات اقدامات کړی دی
-
دامریکا دفاع وزیر دغه راز په افغانستان کښې دحملو لپاره د پاکستان دخاورې د استعمالیدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاویدباجوا په پنډۍ کښې د امریکا له دفاع وزیر جیمز ماټیس سره په کتنې کښې وویل پاکستان دامنیت لپاره له خپلې ونډې څخه زیات وسایل کارولی دی او زیاته یې کړه دافغانستان کډوال باید په عزت سره زر خپل هیواد ته لاړ شی .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا وویل په افغانستان کښې د ترهګرو د امن ځایونو له مینځه وړل ضروری دی او زیاته یې کړه په پاکستان کښې دټروریسټانو مرکزونه له مینځه وړل شوی او اوس په دغه هیواد کښې دترهګرو امن ځایونه نشته .
هغه وویل پاکستان به دیوه (۱)مسول هیواد په توګه له خنډونو سره سره دامنیت لپاره رول ولوبوی .
دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا دامریکا له دفاع وزیر سره په دغه کتنې کښې د هندوستان لخوا دپاکستان پرضد د افغانستان دخاورې دکارولو په اړه اندیښنه وښودله او زیاته یې کړه پاکستان له امریکا سره غږملتیا پرته بل هیڅ شی (مالی مرستې )ته ضرورت نلری .
دپاکستان دپوځ مشر وویل اسلام اباد له امریکا سره دوه اړخیزه اړیکې غواړی او په سیمه کښې دامنیت لپاره دامریکا مرسته د ستاینې وړ ده .
دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس هم په دغه کتنې کښې وویل امریکا له پاکستان څخه دنورو اقداماتو غوښتنه نه کوی بلکې له دغه هیواد سره په ګډه کار کول غواړی او واشنګټن د پاکستان د اندیښنو لیرې کولوته تیار دی .
دامریکا دفاع وزیر د پاکستان دپوځ او دترهګرو پرضد دهغوې اغیز شیندونکی عملیات وستایل .
دامریکا دفاع وزیر دغه راز په افغانستان کښې دحملو لپاره د پاکستان دخاورې د استعمالیدا په اړه اندیښنه څرګنده کړه .
دغه راز د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو ددفتر مشر میجر جنرال اصف غفور هم وویل په پاکستان کښې چې هره ترهګره پیښه کیږی نو سرچینه یې په افغانستان کښې ده .
هغه وویل مونږ په پاکستان کښې دترهګرو مرکزونه ختم کړی او په عزت سره د افغانستان دکډوالو بیرته ستنیدل غواړو ځکه کله چې ټروریسټان له کډوالو سره یوځاې کیږی نو پیژندل یې بیا مشکل وی .
خو په اسلام اباد کښې د امریکا سفارت ویلي دي چې ددغه هیواد دفاع وزیر د پاکستان دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره په کتنې کښې ویلي چې پاکستان باید د ترهګرو ډلو پرضد اقدامات دوه برابره کړي .