امریکا د هرمز اوبلارې په جبۍ کښې ښکیله شوې ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د لیبیا ستر مفتي «صادق الغریاني»وویل: امریکا خپل ځان د هرمز اوبلارې په جبۍ کښې ښکیله ویني او په داسې حال کښې چې هڅه کوي خپل خلک قانع کړي چې هرمز اوبلاره د واشنګټن په کنټرول کښې ده خو په حقیقت کښې د هرمز اوبلارې په کړکیچ کښې ښکیله شوې ده.
هغه په یوې ویډیو کښې په دې خبرې سره چې په باب المندب اوبلارې د یمن د انصار الله غورځنګ کنټرول د امریکا مشکلات نور زیاتوی وویل زه غواړم مسلمانانو ته خبرداری ورکړم هغه جنګ چې د یمن او د انصار الله پرضد په جنګي الوتکو او توغندیو سره د عربستان په مشرۍ روان دی داسې جنګ دی چې د سعودي عربستان په وسیله د امریکا په استازي توب ترسره کیږي.»
د لیبیا مفتي وویل په باب المندب اوبلارې د یمن د انصار الله غورځنګ کنټرول د امریکا مشکلات نور هم زیاتوي ځکه چې د امریکا ټول بریالیتوبونه چې ادعا یې کوي له توهم پرته بل څه نه دي.
د یمن وسله والو ځواکونو په تیرو څو ورځو کښې د سعودي عربستان له ګوډاګیانو څخه د خپل هیواد ډیرې مهمې سیمې او دغه راز المخا بندري او تاریخ ښار ازاد کړي دي او کهبوب سټراټيژیکه او ساحلي مهمه سیمه یې هم په خپل کنټرول کښې اخیستې ده.