په میر علي کې په بم چاودنه کې شپږ کسان ووژل شول
په شمالي وزیرستان کې په چاودنه کې څوارلس کسان مړه او ژوبل شول.
د راپورونو له مخې د پاکستان د وفاق تر کنټرول لاندې سیمې یا فاټا د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د یو موټر سیکل د چاودنې له امله شپږ کسان مړه او اته ژوبل شول.
د لومړی راپورونو له مخې په میر علي کې دغه موټر سیکل ته په آیی اي ډي سره چاودونه ورکړل شوې او هدف یې هغه ګاډی و چې د پوځي تربیت لپاره یې کسان وړل . د چاودنې له امله په ګاډي کې سپاره درې کسان او درې نور کسان مړه او او اته کسان ژوبل شول. ژوبل کسان د بنو ډسټرکټ هیډ کوارټر روغتون ته وړل شوې دي. تر اوسه کومې ډلې د دغه ترهه ګرې حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.
د یادولو ده چې تیره اونۍ هم په جنوبي وزیرستان کې د بم چاودنه شوې وه چې پکې دامن کمیټې دمشر په شمول پینځه کسان وژل شوې وو.