-
نوی ډیلی پاکستان د هندوستان د ټوټې کولو په هڅه تورن کړ
Dec 12, 2016 12:04د هندوستان د کورنیو چارو وزیر پاکستاندمذهب په اساس د خپل هیواد د ټوټې کولو لپاره په هڅې تورن کړ.
-
په کراچۍ کې د عید میلاد نبی دجشن په دستورو کې دتباهۍ ستر پلان شنډ شو او پنځه طالبان ونیول شول
Dec 11, 2016 16:46زمونږ خبریال د اسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکړ دپاکستان امنیتی ځواک د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د طالبانو دغیرقانونی ډلې هغه پنځه ترهه ګر نیولی چې له افغانستانه ټرینینګ وروسته کراچۍ ته ورغلی وو څو د عید ملادی نبی دجشنونو په وخت ورانکار اقدامات وکړی .
-
دچین پاکستان له اقتصادی کریډورسره داسلامی ایران اوافغانستان په څیر هیوادونه هم یو ځای کیدل غواړی
Dec 11, 2016 15:51زمونږخبریال راپورراکړ د پاکستان دمشرانو جرګې دبهرنیو اړیکو دکمیشن او دغه راز د چین پاکستان داقتصادی کریډور دځانګړی کمیشن مشر مشاهد حسین سید نن په یولړ څرګندونو کې ویلی دی ، دغه اقتصادی پروژه به د داسلامی ایران پشمول دسیمې لپاره ډیرې زیاتې ګټې ولری او دروسته پاتې سیمو داقتصادی وضعیَت دښه کیدو لامل به شی .
-
ایران د ترکیې ترهه ګره چاودنه وغندله
Dec 11, 2016 14:09د ایران د خارجه وزارت د عمومی او رسندویې ډیپلماسۍ د لویې ادارې د راپور په اساس، د ایران د خارجه وزارت ویاندوی، د ترکیې د استانبول ترهه ګرې چاودنې، چی د دغه هیواد د لس ګونو کسانو د مرګ ژوبلې سبب شوې؛ وغندلې.
-
د پاکستان خلقو د روهینګیا د مسلمانانو قتل عام وغندۀ
Dec 10, 2016 13:43د پاکستان خلقو په کراچۍ ښار کښې د پراخو مظاهرو په کولو سره په میانمار کښې د روهینګیا د مسلمانانو قتل وغندۀ.
-
پاکستانیو کروندګرو د قطری شاهزادګانو په ضد مظاهرې وکړې
Dec 11, 2016 11:18د فارس خبری آژانس د راپور په اساس، پخپلو کروندو کی د قطری شاهزادګانو د شتون په اعتراض کی، د پاکستانیو کروندګرو مظاهرې، د پولیسو په دخالت سره تاوتریجنی شوې.
-
په پاکستان کی یو شیعه انجیر ټرور شو
Dec 11, 2016 11:12زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان د شیعه مسلمانانو د هدفمنو ټرورونو په دوام کی، پدغه هیواد کی یو شیعه انجنیر،اسلام آباد ته څیرمه، د«ایبټ آباد» په سیمه کی په شهادت ورسید.
-
سرتاج عزیز د خبرو اترو له لارې د افغانستان د بحران په هوارۍ ټینګار وکړ
Dec 11, 2016 09:33زموږ د خبریال د راپور په اساس، په بهرنیو چارو کی د پاکستان د لمړی وزیر سلاکار، سرتاج عزیز، په اسلام آباد کی وویل: پاکستان غواړی د مذاکرو له لارې د افغانستان مشکل حل کړی، خو پدغه هیواد کی داسی کسان شته دی، چی نه غواړی دواړه هیوادونه د خبرو اترو میز ته کښینی.
-
مصر له پاکستان سره د دفاعی ملګرتیاؤ له پراخولو سره دلچسپی لری
Dec 09, 2016 11:39ایرنا خبری آژانس راپورورکړ ت دمصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی په قاهرې کې د پاکستان ددفاعی تولیداتو له وزیر رانا تنویر حسین سره په کتنې کې دقاهرې او اسلام اباد د دوستانه اړیکو په یادونې سره د اسلامی نړۍ اوسنیو شرائطو ته په پام سره د دوواړخیزو ملګرتیاؤ پراختیا ضروری وبلله .
-
دپاکستان په کراچۍ کې پنځه خطرنا ک ترهه ګر ونیول شول
Dec 09, 2016 10:48دسحر اردو خبری چینل راپورورکړ دپاکستان دکراچۍ ښار پولیسو دترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې دسند صوبې په مرکز کراچۍ کې دجنګوی لښکر جنایتکارې ډلې پنځه هغه ترهه ګر نیولی دی چې په زیاتره ترهه ګرو حملو اوجنایتونو کې ئې لاس درلود. دوی سره یو طالب کمانډر هم نیول شوی دی