-
پاکستان هندوستان ته د خبرواترو بلنه ورکړه
Oct 04, 2016 12:04د اسلام آباد او نوی ډیلی ترمینځ روانو اختلافاتو ته په پام سره پاکستان، هند د سولې خبرواترو ته وروباله.
-
پاکستان بیاهم هندوستان د اوربند په خلاف ورزۍ تورن کړ
Oct 03, 2016 12:57پاکستان وائی هندوستان یوځل بیا په کنټرول لاین کښې د اوربندخلاف ورزی کړې ده.
-
د هند او پاکستان په اړیکو کی د لانجې زیاتوالئ
Oct 03, 2016 12:43پداسی حال کی چی د هند دولت؛ د دغه هیواد په ټولو برخوکی، او همداراز تر خپل کنټرول لاندی کشمیر کی، خپل ټول ځواکونه د بشپړ تیارسی په حالت کی را وستی دی، د هند یوه فرقه د بارا مولا په سیمه کی، د وسله والو کسانو تر حملې لاندی ونیوله شوه، چی ویل کیږی د یادې حملې په ترځ کی، یو هندی پوځی ووژل شو.
-
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د حکومت فیصلې ته غبرګون وښود
Oct 02, 2016 17:12د پاکستان وحدت مجلس مسلمین د محرم په شپو ورځو کښې اسلام آباد ته د ځینو عالمانو په ورتګ د بندیز په هکله د حکومت پریکړې ته غبرګون وښود.
-
دپاکستان پوځ له دښمن سره دهرډول مقابلې لپاره بشپړ تیار دی
Oct 01, 2016 12:13زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان جنرال راحیل شریف په لاهور کې دپوځی تاسیساتو د لیدو په وخت دپوځ دعملیاتی تیاریانو په باب ډاډ څرګند کړ او وې ویل ، د دښمن هرډول بلاغواړو اقدماتو ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شی .
-
درست مسلمانان دې دامام حسین له سیرته په استفادې سره داتحاد اویووالی په لور ګام پورته کړی
Oct 02, 2016 12:33دپاکستان امنیتی ادارو ته پکاردی دامام حسین او امام رضا علیهم السلام زیارتونوته دتلونکو زیارتوالو د امنیت دټینګولو لپاره دې هم کوټلی اقدامات پورته کړی .
-
د پاکستان ډیر ستر مذهبی ګوند د حکمتیار له موافقې څخه ملاتړ وکړ
Oct 02, 2016 10:28د فارس خبری آژانس د راپور سره سم، د پاکستان د ډیر ستر مذهبی ګوند«جماعت اسلامی» مشر(سراج الحق)، د افغانستان له دولت سره د حکمتیار له موافقې څخه د هرکلی کولو په ضمن کی، ټینګار وکړ: دغه موافقه به د پایدارې سولې سریزه وی.
-
په پاکستان کی د امام حسین ع د شهادت کنفرانس تر سره شو
Oct 02, 2016 08:25د حوزه خبری آژانس د راپور سره سم، په پاکستان کی د«امام حسین ع» نهم کنفرانس، د بودایی، هندو او مسیحیت په شمول؛ د دینی مشرانو په شتون تر سره شو.
-
پاکستان دتولید په ډګر کې دایران دمشارکت هرکلی کوی
Oct 01, 2016 09:31ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دخصوصی سازۍ یا پرائیویټایزیشن دچارو وزیر محمد زبیر پرون مازدیګر په اسلام اباد کې د اسلامی ایران له سفیر مهدی هنر دوست سره په کتنې کې له ایران سره دکار لپاره پخپل هیواد کې ډیرو زمینوته په اشارې سره په پاکستان کې دتولید په بیلابیلو ډګرونو کې دایران دګډون اوملګرتیا هرکلی کړی وویلی ئې د ی ، که څه هم دحکومتی صنائعو دسپارلو په زمینې کې له یولړ مشکلاتو سره مخامخ یوو ،خو غیر حکومتی برخو ته دځینو صنائعو دلنډمهال لپاره سپارل ممکن دی .
-
ایران هم د پاکستان او چین په اقتصادی کوریډور کښې شاملیدو ته لیواله دی
Oct 01, 2016 16:36د پاکستان د پراختیا او پلاننګ وزیر وویل: ایران د پاکستان او چین په اقتصادی کوریډور کښې ګډون ته مینه ښودلې ده.