-
په اوکراین کې د یوې ودانۍ د نړیدو پېښه کې د مرګ ژوبلې شمېر ۸۸ تنو ته ورسید.
Jan 15, 2023 11:34د اوکراین په دنیپر ښار کې تېره ورځ ناوخته د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۱۲ تنه وژل شوي او د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۷۳ تنه ټپیان شوي، خو د ژغورونکې ډلې له لورې د ۶ ماشومانو په ګډون ۳۸ تنه روغ ژغورل شوي دي.
-
د تهران او بهرنیو نننیو ورځپاڼو ته یوه لنډه شان کتنه
Jan 15, 2023 10:54د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم ځينی بهرنۍ ورځپاڼې درسره شریکې کوو،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
-
نیپال کښې الوتکه غورځیدلي او څلویښت کسان وژل شوي
Jan 15, 2023 10:01زمونږ خبریال راپور راکړی نن د نیپال هیواد په پوخارا سیمه کښې یوه الوتکه چې د هیواد دننه یې الوت کاوه نسکوره شوي ده او تراوسه پکښې کابو څلویښت کسان وژل شوي دي.
-
په نیپال کې د الوتکې د لوېدو پېښه کې څلوېښت تنه وژل شوي.
Jan 15, 2023 09:53د بهرنیو رسنیو د معلوماتو له مخې د نیپال په پوخارا نړیوال هوایي ډګر کې هغه مهال د عملې په ګډون د 72 تنو لیږدونکې الوتکې اور واخیست، کله چې د کیناستلو پر مهال یې ټکر وکړ، چې له امله یې څلوېښت تنه وژل شوي.
-
بریتانیا په څلویښتو هیوادونو کښې کودتاګانې کړي دي
Jan 15, 2023 09:42زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا یوې تحقیقاتي اینټرنیټ پاڼې ایشوا کړه د لندن حکومت د دوهم نړیوال جنګ له ختمیدا وروسته څه د پاسه څلویښت ځله په اوویشتو هیوادونو کښې کودتاګانې پلان یا اجرا کړي دي.
-
د امریکا د ولسمشر په کور کښې هم پټ سندونه کشف شوي
Jan 15, 2023 08:24فارس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ځانګړي سلاکار ریچارډ ساویر د ولسمشر جوبایډن په شخصي کور کښې د نویو پټو سندونو د کشفیدا خبر ورکړ.
-
ملګري ملتونه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو صلاحیت نلري
Jan 15, 2023 08:03فارس خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د روسیې د نمایندګۍ مرستیال دیمیتري پولیانسکي وویل دغه اداره د اوکراین د جنګ په پلمه د روسیې پرضد د محکمې د جوړولو لپاره قانوني صلاحیت نلري.
-
امریکا د فرضي دښمانانو له جوړولو لاس واخلي
Jan 15, 2023 07:14زمونږ خبریال راپور راکړی چین په امریکا غږ وکړ چې د سړې جګړې د ذهنیت په پریښودلو سره د خیالي دښمانانو له رامینځته کولو لاس واخلي.
-
ملګروملتونو د طالبانو پرضد د غبرګون غوښتنه وکړه
Jan 15, 2023 07:00ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په افغانستان کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي میرمن« رزا اوتونبایوا» د ښځو او د انجلیو د اساسي حقوقو په زمینه کښې د طالبانو له تګلارو او سیاستونو سره د ملګروملتونو د امنیت شورا د مخالفت کولو او د غبرګون د ښودلو غوښتنه وکړه.
-
اروپا کښې له اسلامه د ویرونې زیاتیدا (اوله برخه)
Jan 15, 2023 05:34(په لویدیځ کښې له اسلامه د ویرنې یا اسلامو فوبیا ډولونه)